لاهور۔24 اګست(اے پی پی) د پاكستان علما كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د قومي پېغام امن كمېټۍ کوآرډینېټر حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي مدرسې د فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان ناوړه تګلارې خلاف مكمل هڅې كوي٬ په هېواد كښې نزدې 35 زره مدرسې رجسټرډ دي كومې چې د هېواد او اولس خذمت كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ دلته ماډل ټاؤن كښې د نظام …
مدرسې د فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان ناوړه تګلارې خلاف مكمل هڅې كوي: طاهر محمود اشرفي

مزید خبریں
لاهور۔24 اګست(اے پی پی) د پاكستان علما كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د قومي پېغام امن كمېټۍ کوآرډینېټر حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي مدرسې د فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان ناوړه تګلارې خلاف مكمل هڅې كوي٬ په هېواد كښې نزدې 35 زره مدرسې رجسټرډ دي كومې چې د هېواد او اولس خذمت كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ دلته ماډل ټاؤن كښې د نظام المدارس پاکستان لاندې د پوزیشن ترلاسه كوونكو زده كوونكو ترمينځه د انعامونو وېش دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل دا مهال په هېواد كښې نزدې 35 زره مدرسې رجسټرډ دي او پاكستان كښې د مدرسو د تعليم 15 بورډز موجود دي۔ ده ووئيل د مدرسو مسئلې د حكومت او فيلډ مارشل سيد عاصم مېنر د خصوصي هڅو له امله حل كېدو پلو روانې دي۔ ده ووئيل د پاكستان مدرسې د پاكستان د نظريې محافظ دي۔ ده ووئيل د دين سرلوړۍ او د پاكستان استحكام لپاره د مدرسې طالبعلمان هر وخت پاك پوځ سره يو برابر ولاړ دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پارلیمان د هېواد سپريم اداره او د هېواد قانون اسلامي دے۔ ده ووئيل د مدرسو د رجسټرېشن او بېنك اكاؤنټس په اړه سبا كېدونكې غونډه كښې مهمې پرېكړې كيږي۔ ده ووئيل د متحده مدارس كونسل پلېټ فارم څخه به مونږ د مدرسو د مفادات حفاظت كوو











