اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د موډيز لخوا د پاکستان کريډټ ريټنګ سي اے اے ون څخه په زياتولو بي 3 كولو قام له مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د موډيز لخوا د پاکستان خودمختاره کريډټ ريټنګ كښې د ښه والي هركلي كولو سره د حکومت …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د موډيز لخوا د پاکستان کريډټ ريټنګ Caa1 څخه په B3 كولو قام ته مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د موډيز لخوا د پاکستان کريډټ ريټنګ سي اے اے ون څخه په زياتولو بي 3 كولو قام له مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د موډيز لخوا د پاکستان خودمختاره کريډټ ريټنګ كښې د ښه والي هركلي كولو سره د حکومت د معاشي ډلې د هلو ځلو ډاډګيرنه وكړه۔ ده ووئيل نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، آرمي چيف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، د خزانې وزير محمد اورنګزيب او ټولو اړوند وزيران او چارواكي په دې خبره د ستائنې جوګه دي۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان په کريډټ ريټنګ كښې ښه والے د حکومت په معاشي پاليسو او اصلاحات د نړيوال باور څرګندونه ده٬ د نړيوالز مالياتي ادارو او ريټنګ ايجنسو لخوا د پاکستان په معاشي صورتحال كښې د ښه والي راتللو اعتراف خوشبينه دے۔ ده ووئيل د پاکستان معيشت استحکام پلو روان دے٬ د نړيوالو ادارو لخوا په ريټنګ كښې ښه والے د دې خبرې واضحه ثبوت دے چې حکومت معيشت مستحکم كولو او په بهرنۍ څانګه كښې بهترۍ لپاره موثره اقدامات کړي۔ وزيراعظم ووئيل معاشي استحکام لپاره د حکومت پرله پسې محنت او د اصلاحات په نتيجه كښې د نړيوالو ادارو په پاکستان باور زياتېږي، د پاکستان معيشت په تل پاتې بنيادونو اودرولو لپاره به حكومت د اصلاحات عمل لا ګړندے كوي ،زمونږ منزل پاکستان يو مضبوط، خودکفيله او تل پاتې معيشت جوړول دي۔











