د حنا جاويد قاتلان به خپل انجام ته رسولې شي،د دې كيس به بشپړه پيروي کوو۔اعظم نذير تارړ

  اسلام آباد 24 اګست  (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټراعظم نذير تارړ وئيلي دي د حنا جاويد قاتلان به خپل انجام ته رسولې شي،د دې كيس به بشپړه پيروي کوو۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د حنا جاويد د وژنې کيس په اړه ده ووئيل حنا جاويد دلته اسمبلۍ كښې كار كولو،په دې معامله ما په سمدستي توګه د پنجاب حکومت سره خبره كړې  او زه …

 

اسلام آباد 24 اګست  (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټراعظم نذير تارړ وئيلي دي د حنا جاويد قاتلان به خپل انجام ته رسولې شي،د دې كيس به بشپړه پيروي کوو۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د حنا جاويد د وژنې کيس په اړه ده ووئيل حنا جاويد دلته اسمبلۍ كښې كار كولو،په دې معامله ما په سمدستي توګه د پنجاب حکومت سره خبره كړې  او زه د ريجنل پوليس آفيسر او سي پي او پنډي سره په رابطه كښې يم۔ده ووئيل دوه كسان نيولې شوي دي  او د درېز ورځو په ريمانډ دي، پراسيکيوټر جنرل ته خاص سپارښتنه شوې چې په دې كيس كښې  د پراسيکيوشن ډله جوړه شي،هغه به د دې مانيټرنګ كوي، ده ووئېل په دې كښې به هيڅ ډول بے غوري نه كېږي او ملزمان به خپل انجام ته رسولې شي

مزید خبریں