د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د حنا جاويد د وژنې معامله د كورنيو چارو قائمه کمېټۍ ته وسپارله

  اسلام آباد 24 اګست  (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار ايازصادق په پينډۍ كښې په بے دردۍ سره د وژلې  شوي حنا جاويد د وژلو معامله د كورنيو چارو قائمه کمېټۍ او د ميرمنو ويمن پارليماني کاکس ته وسپارله ٬ دغسې په غونډه كښې د هغې لپاره لاس نيوه وكړې شوه۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې سپيکر ووئيل حنا جاويد په وحشيانه توګه وژلې شوې،دا صوبائي …

 

اسلام آباد 24 اګست  (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار ايازصادق په پينډۍ كښې په بے دردۍ سره د وژلې  شوي حنا جاويد د وژلو معامله د كورنيو چارو قائمه کمېټۍ او د ميرمنو ويمن پارليماني کاکس ته وسپارله ٬ دغسې په غونډه كښې د هغې لپاره لاس نيوه وكړې شوه۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې سپيکر ووئيل حنا جاويد په وحشيانه توګه وژلې شوې،دا صوبائي معامله ده ٬  حنا جاويد نېشنل انفارميشن ټيکنالوجي بورډ (  اين آئي ټي بي) كښې په قامي اسمبلۍ كښې دسمبر 2019 نه تر جون 2026 په اټيچمنټ كار كړے۔ده ووئيل څه ډول چې هغه وژلې شوې او د تشدد پېښه رامخې ته شوې په هغې مونږ ټول خفه يو،  د ويمن کاکس مننه كوو چې دا معامله ئې راپورته كړه ، سپيكر ووئېل مونږ هغوي ته دا معامله ريفر کوو،په دې لړ كښې چې څه مرسته پكار وي هغه به قامي اسمبلي كوي۔ده دا معامله د قامي اسمبلۍ د كورنيو چارو قائمه کمېټۍ ته هم ريفر کړه۔دغسې  د سپيکر په وينا سائره افضل تارړ د حنا جاويد لبره فاتحه خواني  وكړه۔۔(

مزید خبریں