بي آئي اېس پي د ډيجيټل ادائيګو نظام معارفي كړو، د 90 فيصده مستحقو ميرمنو والټ اکاؤنټس پرانستلے شول ۔سينيټر روبينه خالد

  لاهور 24 اګست  (اے پي پي) د بينظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد په لاهور كښې د بي آئي اېس پي سينټرل زونل آفس دوره وكړه۔په دې موقع د پنجاب ډائريکټر جنرل نصير الدين سرور هغې له د بي آئي اېس پي په آپريشنل چارو،ادائيګيو او روانو هلو ځلو تفصيلي بريفنګ وركړو۔ميډيا سره خبرو كښې سينيټر روبينه خالد ووئيل صدرِ مملکت آصف علي زرداري او  د وزيراعظم …

 

لاهور 24 اګست  (اے پي پي) د بينظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد په لاهور كښې د بي آئي اېس پي سينټرل زونل آفس دوره وكړه۔په دې موقع د پنجاب ډائريکټر جنرل نصير الدين سرور هغې له د بي آئي اېس پي په آپريشنل چارو،ادائيګيو او روانو هلو ځلو تفصيلي بريفنګ وركړو۔ميډيا سره خبرو كښې سينيټر روبينه خالد ووئيل صدرِ مملکت آصف علي زرداري او  د وزيراعظم محمد شهباز شريف په سپارښتنه د بي آئي اېس پي ميرمنو بينيفشريز ته د روپو ادائيګي په سپېځلې ډول ،آسان او محفوظه جوړولو لپاره د ډيجيټل ادائيګۍ نظام معارفي كړے۔دي ووئيل د  90  فيصده ميرمنو  ډيجيټل والټ اکاؤنټس پرانستلې شوي۔دې ووئيل انټرآپريبلټي د لارې مستحق ميرمني چې نړۍ كښې چرت هم وي،څه وخت هم د مجاز بينك د كوم هم ايجنټ څخه خپلي روپۍ ترلاسه كولې شي۔اکاؤنټ ته  د روپو په منتقل كيدو به بينيفشريز ته د ميسج د لارې د ادائيګۍ اطلاع او د روپو تفصيلات ترلاسه كيږي۔دغسې ميرمني د خپل شناختي کارډ او رجسټرډ موبائل لمبر په ښودلو د مجاز ايجنټ څخه روپۍ ترلاسه كولې شي۔سينيټر روبينه خالد واضحه كړه چې د بي آئي اېس پي عمله به پخپله د وركړې شوي سمز ډيجيټل والټس فعاله كوي او د سم ترلاسه كولو يا د بي آئي اېس پي كوم هم اسکيم لپاره كوم فيس نشته۔ډيجيټل والټ ايکټيويشن په بشپړه ډول ويړيا دے دغسې د روپو وېستلو سروس چارجز280  روپۍ مقرر کړے شوے۔ دې ووئېل  د مستحقو ميرمنو د مرستې روپۍ به ډيجيټل والټ كښې محفوظې وي،په سمدستي توګه راوستلو ته حاجت نشته۔

مزید خبریں