اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د وفاقی تعلیم و پیشه وره تربیې دوهمې وزيرې وجیهه قمر د نېشنل بُك فاؤنډیشن دورہ وكړھ او د ګوشه قائداعظم او ګوشه اقبال پرانسته ئې وكړه۔ په دې مهال هغې ووئيل دا اقدام د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال د علامه محمد اقبال او قائداعظم محمد علی جناح 150مي سالګرې دستوري په قامي كچه په ښه ډول نمانځلو او د …
د وفاقي تعلیم دوهمې وزيرې د نېشنل بك فاؤنډیشن دورہ، د ګوشه اقبال او ګوشه قائداعظم پرانسته

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د وفاقی تعلیم و پیشه وره تربیې دوهمې وزيرې وجیهه قمر د نېشنل بُك فاؤنډیشن دورہ وكړھ او د ګوشه قائداعظم او ګوشه اقبال پرانسته ئې وكړه۔ په دې مهال هغې ووئيل دا اقدام د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال د علامه محمد اقبال او قائداعظم محمد علی جناح 150مي سالګرې دستوري په قامي كچه په ښه ډول نمانځلو او د دواړو لارښودو افکار و نظریات نوي نسل ته په غوره ډول د رسولو وژن برخه ده۔دې ووئيل داسې نړيوالې علمی و فکری ګوشې جوړول به د پاکستان قامی ورثې ، فکری روایات او د پاکستان بانيانو پیغام رامخې ته کولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔په دې موقع دې د نېشنل بك میوزیم، انډونیشین کارنر او د ادارې د بيلو څانګو جاج واخست۔ نېشنل بك میوزیم كښې د خوندي كړو ناوزياته کتابونو د ذخیرې، د قرآن زړو نسخو او د تخلیقی فن پارو مشاهدہ په کولو دوهمې وزيرې دا د پاكستان د علمی و تهذیبی ورثې مهمه برخه وګرځوله۔دې د قرآنِ پاك د خصوصی كارنر ، صوفیا کارنر او عظیمو شاعرانو او اديبانو په اړه نندارتون كښې هم خوښي ولرله۔وزیرِ مملکت ووئيل داسې نړيوال كارنرز او نادرې ذخيرې نوي نسل كښې د لوستي ، تحقیق او جستجو ذوق بیدارولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔دې د نېشنل بك فاؤنډېشن د اړخه د کتاب او علمي ورثې ودې لپاره رواني هڅي وستائيلي۔دې نه پس د نېشنل بك فائونډېشن منیجنګ ډائریکټر ډاكټر کامران جهانګیر د وزیرِې مملکت له د نوې قامی نصاب په اړه بریفنګ وركړو د كوم اطلاق چې د مارچ 2027 څخه كېدونكے دے۔











