اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئيلي دي کاروباري سهولت کاري مرکز (بي ايف سي) اسلام آباد سرمايه کارو او کاروباريانو لپاره په يو پلېټ فارم د سركاري خدمات د لارې کاروباري ماحول آسان او سرمايه کار دوسته جوړولو كښې مهم كردار لوبوي۔ دا خبرې ده د ګل په ورځ د بي ايف سي اسلام آباد دورې، د مرکز …
بي ايف سي ته سږ كال د كاروبار او سرمايه كارۍ 7709 درخواستونه تر لاسه شوي۔ قيصر احمد شيخ

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئيلي دي کاروباري سهولت کاري مرکز (بي ايف سي) اسلام آباد سرمايه کارو او کاروباريانو لپاره په يو پلېټ فارم د سركاري خدمات د لارې کاروباري ماحول آسان او سرمايه کار دوسته جوړولو كښې مهم كردار لوبوي۔ دا خبرې ده د ګل په ورځ د بي ايف سي اسلام آباد دورې، د مرکز د يو كلنې كاركردګۍ او کاروباري سهولت کارۍ د نتيجو د جاج اغستو نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل بي ايف سي اسلام آباد ته په يو كال كښې د كاروبار او سرمايه كارۍ په اړه 7709 درخواستونه تر لاسه شوي، د مرکز د لارې 6,896 رجسټريشنز، لائسنسز، سرټيفکيټس او نورې اجازت نامې جاري كړې شوي۔ قيصر احمد شيخ ووئيل بي ايف سي 4,920 درخواستونه په ټاكلې موده كښې ترسره كړي او د يو كال په مهال د 4,100 نه زيات نوو کاروبارونو ته سهولت وركړے شوے۔ ده ووئيل د بي ايف سي د سهولت کارۍ په نتيجه كښې د 6.6 اربه روپو نه زياته سرمايه كاري ممكن شوې او د 20 زره نه زياتو د روزګار موقعو لپاره سهولت كاري شوې ده











