اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه د ګل په ورځ وليدل او د صوبې په چارو او روانو پرمختيائي پروژو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله، وفاقي وزيران محمد اورنګزيب، اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، شزه …
وزيراعظم سره د سندھ وزيراعليٰ وليدل، په صوبه كښې په روانو پرمختيائي منصوبو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه د ګل په ورځ وليدل او د صوبې په چارو او روانو پرمختيائي پروژو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله، وفاقي وزيران محمد اورنګزيب، اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، شزه فاطمه خواجه او علي پرويز ملك هم موجود وٶ۔ په ملاقات كښې په د صوبې په چارو او په روانو پرمختيائي پروژو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې موقع د سياسي روادارۍ او د مشاورت دوامداره ساتلو ته صلاح يوه شوه










