د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف سره د طاهر محمود اشرفي ملاقات ، په نړيوال سيرت كنفرنس ٬ حج انتظاماتو او بېن المذاهب هم آهنګۍ خبرې

اسلام آباد۔23اګست(اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب هم آهنګۍ وفاقي وزير سردار يوسف سره د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د انټرنېشنل تعظیمِ حرمېن شریفېن کونسل سېکرټری حافظ طاهر محمود اشرفی ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په مجوزه نړيوال سيرت كنفرنس ٬ حج انتظاماتو او په هېواد كښې بېن المذاهب او بېن المسالك هم آهنګۍ ته د ودې وركولو په شمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه …

اسلام آباد۔23اګست(اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب هم آهنګۍ وفاقي وزير سردار يوسف سره د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د انټرنېشنل تعظیمِ حرمېن شریفېن کونسل سېکرټری حافظ طاهر محمود اشرفی ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په مجوزه نړيوال سيرت كنفرنس ٬ حج انتظاماتو او په هېواد كښې بېن المذاهب او بېن المسالك هم آهنګۍ ته د ودې وركولو په شمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دې ځاې څخه د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال طاهر محمود اشرفي خپلو خبرو كښې ووئيل وزارت د تېرو دوه كلونو په مهال د حجاج كرام غوره خذمت او آسانيو لپاره د ستائنې وړ ګامونه پورته كړل۔ د نړيوال سیرت کنفرنس حوالې سره طاهر اشرفي هيله ولرله چې دا به د پاكستان او اسلامي نړۍ ځوانانو ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له يوه مثبته ٬ مؤثره او بشپړه تګلاره وړاندې كولو كښې مرستيال ثابت شي۔ وفاقی وزیر سردار یوسف د حافظ طاهر محمود اشرفی مننه كولو سره د بېن المذاهب او بېن المسالك هم آهنګۍ ٬ روادارۍ او قامي يووالي ته وده وركولو كښې د قومي پېغام امن كمېټۍ او د او پاكستان علماﺀ كونسل كردار و ستائلو۔

مزید خبریں