نائب وزيراعظم 24 څخه تر 28 اګست د برطانيې دوره كوي

اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار به 24 څخه تر 28 اګست د برطانيې سركاري دوره كوي۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال د برطانيې خارجه وزير اېډ ملی بېنډ، په خارجه دفتر ، دولتِ مشترکه او پرمختګ (FCDO)  كښې پاكستان لپاره وزير مملكت اسټیفن ډوټی او د برطانوی …

اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار به 24 څخه تر 28 اګست د برطانيې سركاري دوره كوي۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال د برطانيې خارجه وزير اېډ ملی بېنډ، په خارجه دفتر ، دولتِ مشترکه او پرمختګ (FCDO)  كښې پاكستان لپاره وزير مملكت اسټیفن ډوټی او د برطانوی حکومت نورو اعلی چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔ نائب وزيراعظم به د نړيوال بحري تنظيم (IMO) عمومي سېكرټري سره هم ملاقات كوي په كوم كښې به چې په اېم ټی آنر 25 آئل ټېنکر د صومالی بحری  قاچاقبرو په حراست كښې د پاكستاني عملې غړو خوشې كولو په معامله د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ دې سره سره نائب وزيراعظم به د دولت مشتركه عمومي سېكرټري شرلي ايوركور بوچوے سره هم ملاقات كوي۔ نائب وزیراعظم به د برطانوي پارلمان غړو او په برطانيه كښې مېشته د پاكستان كميونټي غړو سره هم ملاقاتونه او د خيالاتو څرګندونه كوي۔

مزید خبریں