اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) د نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د كابينې د نجكارۍ كمېټۍ غونډه وشوه٬ كمېټۍ د بېچ -1- ډسکوز (،جبکو ،فېسکو او آئیسکو) لپاره د تنظيم نو منصوبې منظوري وركړه۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په منصوبه كښې د ډسكوز زمكيزې اثاثې حكومتتي كمپني پاور هولډنګ كمپنۍ ته د هولډنګ كمپنۍ په توګه منتقل كول هم …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د نجكارۍ كابينه كمېټۍ غونډه ٬ د بېچ -1- ډسکوز (،جبکو ،فېسکو او آئیسکو) لپاره د تنظيم نو منصوبې منظوري
اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) د نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د كابينې د نجكارۍ كمېټۍ غونډه وشوه٬ كمېټۍ د بېچ -1- ډسکوز (،جبکو ،فېسکو او آئیسکو) لپاره د تنظيم نو منصوبې منظوري وركړه۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په منصوبه كښې د ډسكوز زمكيزې اثاثې حكومتتي كمپني پاور هولډنګ كمپنۍ ته د هولډنګ كمپنۍ په توګه منتقل كول هم شامل دي۔ نائب وزیرِ اعظم/ خارجه وزير په منصوبه د كار رفتار ګړندي كولو هدايت كولو سره ووئيل د حكومت د نجكارۍ اقدام د ډسكوز لخوا د وړاندې كېدونكي خذمت معيار ښه كولو او د زيانونو كمولو كښې مرستياله ثابت شي۔ په غونډه كښې د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري ٬ د خزوانې وفاقي وزير اورنګزېب ٬ د وزيراعظم د نجكارۍ سلاكار اېم علي ٬ د خاص مرستيال باجوه ٬ د پاور سېكرټري ٬ د نجكارۍ كمېشن سېكرټري او نور اړوند چارواكي موجود وو۔









