اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) سركاري سكيم كښې د لانګ حج پېكېج لاندې يوازې 18 نيم زره نشستونه پاتې شوي دي او د سركاري سكيم لاندې 88 زره 7 عازمينو د حج لومړې قسط جمع كړې دې۔ د مذهبي چارو وزارت لخوا د جاري شوي ايډيټس له مخې پنجاب څخه 46 زره 4 سوه، سندھ څخه 23 زره 5 سوه، خېبر پښتونخوا څخه 11 زره 3 سوه عازمینو خپل اولنې …
سركاري سكيم – لانګ حج پېكېج كښې يوازې 18 نيم زره نشستونه پاتې دي ٬ د سركاري سكيم لاندې 88 زره 7 عازمينو د حج لومړې قسط جمع كړو
اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) سركاري سكيم كښې د لانګ حج پېكېج لاندې يوازې 18 نيم زره نشستونه پاتې شوي دي او د سركاري سكيم لاندې 88 زره 7 عازمينو د حج لومړې قسط جمع كړې دې۔ د مذهبي چارو وزارت لخوا د جاري شوي ايډيټس له مخې پنجاب څخه 46 زره 4 سوه، سندھ څخه 23 زره 5 سوه، خېبر پښتونخوا څخه 11 زره 3 سوه عازمینو خپل اولنې قسط جمع كړو۔ اسلام آباد څخه 3933, بلوچستان څخه 2555, ګلګت بلتستان څخه 677 او آزاد کشمیر څخه 362 عازمینو واجبات جمع كړل۔ د نېشنل آئی ټی بورډ په حج پورټل د آن لائن ادائيګۍ نوے ريكارډ جوړ شو۔ په درې ورځې كښې د حج واجباتو اولني قسط په مد كښې 55 اربه څخه د زياتو روپو وصولۍ وشوې۔ 40 فیصد عازمینو د ون لنک/کارډ د لارې د آن لائن ادائيګۍ انتخاب وكړو۔ په بلوچستان كښې د آن لائن ادائیګۍ تناسب 72 فیصد پاتے شو۔ د وزارت له مخې حج 2027 له تلونكي دې په حج پورټل خپل كوائف او ادائيګي زر تر زره بشپړ كړي۔ په 40 ورځني حج پېكج كښې د مطلوبه شمېر له ترسره كېدو وروستو به د حج 2027 بكنګ اودرولې شي۔









