اسلام آباد۔22 اګست (اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د خالي په ورځ د قومي اقتصادي كونسل اېګزېكټو كمېټۍ (اېكنك) غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزیراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د پرمختيائي منصوبو په بشپره ايجنډا غور وكړے شو په كومه كښې چې د خوازہ خېله۔ بشام اېکسپرېس وے جوړولو ، لېسکو، حېسکو او پېسکو كښې د برېښنا وېش …
د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د قومي اقتصادي كونسل اېګزېکټو کمېټۍ (اېکنک) غونډه
اسلام آباد۔22 اګست (اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د خالي په ورځ د قومي اقتصادي كونسل اېګزېكټو كمېټۍ (اېكنك) غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزیراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د پرمختيائي منصوبو په بشپره ايجنډا غور وكړے شو په كومه كښې چې د خوازہ خېله۔ بشام اېکسپرېس وے جوړولو ، لېسکو، حېسکو او پېسکو كښې د برېښنا وېش نظام ښه كولو منصوبې ، د تربېلا ډېم 5 مه پراختيا پن بجلۍ منصوبه ، په سوئيلي پنجاب كښې د بې وزلۍ كمولو منصوبه او د فل برائټ سکالرشپ سپورټ پروګرام په شمول بېلې نورې منصوبې شاملې دي۔ كمېټۍ په نظر ثاني شوې پی سی۔ (PC-Is) هم غور وكړو او په پرمختيائي منصوبو د پېشرفت او په دې د عملدرآمد جاج يۍ واغست۔ نائب وزیراعظم اړوندو ټولو چارواكو ته هدايت وكړو چې په پرمختيائي منصوبو مؤثر عملدرآمد له دې فوري او پرله پسې اقدامات باوري كړې شي او د حكومت د پراخا اقتصادي پرمختګ او غوره تړون ايجنډې مخ په وړاندې بوتللو عمل دې روان وساتلې شي۔ په غونډه كښې د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير ٬ د منصوبه بندۍ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه ٬ د كابينه ډويژن او منصوبه بندۍ وزارت سېكترانو ٬ د اقتصادي چارو ډويژن او د صوبائي حكومتونو استازو په شمول د وفاقي او صوبائي حكومتونو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔









