لاهور۔22 اګست (اے پی پی) د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې په ټول هېواد كښې د وروستیو پشكالي بارانونو او سېلابونو له امله شوې زيانونو سره اړونده غونډه وشوه۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د وروستيو بارانونو او سېلابونو دلاسه زیانمنو شویو کورنیو ته د مالي مرستې ورکولو او په اغېزمنو سیمو کښې د برېښنا او …
د وزيراعظم د بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د مالي مرستې او اغېزمنو سیمو کښې د برېښنا او لارو بحالولو هدايت
لاهور۔22 اګست (اے پی پی) د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې په ټول هېواد كښې د وروستیو پشكالي بارانونو او سېلابونو له امله شوې زيانونو سره اړونده غونډه وشوه۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د وروستيو بارانونو او سېلابونو دلاسه زیانمنو شویو کورنیو ته د مالي مرستې ورکولو او په اغېزمنو سیمو کښې د برېښنا او سړكونو زر تر زره بحالولو هدايت كولو سره ووئيل په سېلاب كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو او په كلي يا جزوي توګه د زيانمن شوېو كورونو مالكانو سره دې مالي مرسته وكړې شي۔ ده د سېلاب د سېلابونو دلاسه اغېزمن شوو سيمو كښې د برېښنا او د لارو زر تر زره بحالۍ كار بشپړولو هدايت هم وكړو۔ وزیراعظم اړوندو وفاقي وزيرانو او سېكترانو ته اغېزمن شوو سيمو ته په خپلو تللو سره پخپله د زيانونو جاج اغستلو او د مرستې كارروايۍ لا ګړندي كولو هدايت كولو سره ووئيل ځپليو شويو سيمو ته دې زر تر زره د مرستې سامان ورسولې شي۔ وزيراعظم په راتلونكي كښې نور بارانونه او سېلابونه نظر كښې نيولو سره اېن ډي اېن اېم اے او صوبائي ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي ته د مرستې كارروائيو لپاره د چمتو پاتې كېدو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د مون سون 2026 د اثراتو او د صوبو او اېن ډي اېم اے لخوا د مرستې كارروائيو كښې د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم ته ووئيلې شوو چې ټول په هېواد كښې د مون سون بارانونو د لاسه اغېزمن شوو سيمو ته په مجموعي توګه 615 ټن د مرستې سامان لېږلې شوې دې او نور سامان لېږلو لپاره اقدامات كولې شي۔ د بریفنګ له مخې پنجاب، سندھ، بلوچستان، خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمیر كښې د بارانونو او سېلابونو دلاسه د ځپلې شوو سيمو كښې د انفراسټركچر بحالۍ كار تندۍ سره روان دے۔ وزیراعظم ته ووئيلې شوو چې په قطبي سيمو كښې ارلی وارننګ سسټم فعال دے او ددې له امله سېلاب څخه وړاندې يو شمېر وګړي خوندي ځايونو ته منتقل كړې شول۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چیمه، شزا فاطمه خواجه، معین وټو، ډاکټر مصدق مسعود ملک، سردار اوېس لغاری، د څلورو واړو صوبو ٬ ګلګت بلتستان او آزاد جموو کشمیر چيف سېكترانو ، چیئرمین اېن ډی اېم اے لېفټېننټ جنرل انعام حېدر ملک او د نورو اړوندو ادارو افسرانو ګډون وكړو۔









