پېنډي 21 اكست (اے پي پي) د جمهوريه كانګو يو اعلٰی كچې دفاعي پلاوي چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬ د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف او د پاك فضائيه مشر ايئر ِچيف مارشل ظهر احمد بابر سدهو سره ملاقاتونه وكړل او د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي او امنيتي مرستې ته پراختيا وركولو او لا قوي كولو لپاره د مفاهم …
د كانګو اعلٰی كچ دفاعي پلاوي فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬ايډمرل نويد اشرف او ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره ملاقاتونه
پېنډي 21 اكست (اے پي پي) د جمهوريه كانګو يو اعلٰی كچې دفاعي پلاوي چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬ د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف او د پاك فضائيه مشر ايئر ِچيف مارشل ظهر احمد بابر سدهو سره ملاقاتونه وكړل او د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي او امنيتي مرستې ته پراختيا وركولو او لا قوي كولو لپاره د مفاهم په يادښت يې هم لاس ليك كړو۔د جمعې په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د جمهوريه كانګو اعلٰی كچ دفاعي پلاوي د كانګو وسله والو ځواكونو چيف آف ډيفنس ليفټيننټ جنرل بانزا مويلامبے جولز په مشرۍ كښې د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬نشان امتياز(ملټري)هلال جرات سره جنرل هيډكوارټرز (جي ايچ كيو)كښې ملاقات وكړو ۔جي ايچ كيو ته په راتګ مېلمنو ته د درېو واړو وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬سيمه ايز صورتحال او دفاع او سلامتيا په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودې وركولو په طريقو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ دواړو مشرانو د پاكستان او كانګو ترمينځه د د تل پاتي اړيكو په اړه د اطمينان څرګندونه وكړه۔په دې موقع دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي او سكيورټي مرستې ته پراختيا او د قوي كولو لپاره د مفاهمت په يو يادښت لاس ليك هم وكړو۔د دې څخه وړاندې لفيټيننټ جنرل بانزا مويلامبے جولز چيف آف نیول سټاف ايډمرل نوید اشرف، نشانِ امتیاز، نشانِ امتیاز (ملټری)، تمغه بسالت، او چیف آف ایئر سټاف ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو، نشانِ امتیاز (ملټری)، هلالِ جرأت سره ملاقاتونه وكړل ۔مېلمه په منطقه كښې د امن او استحكام راوستو لپاره د پاك پوځ پيشه وره مهارت٬آپريشنل صلاحيتونه او غېر متزلزل عزم وستائېلو۔ده په دفاعي څانګه كښې د خود انحصارۍ او د ځاېي كچه صلاحيتونو ودې د لارې د ترلاسه شو ښكاره پيشرفت هم اعتراف وكړو ۔









