اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب سره د چين نوموړي سرمايه كارۍ فنډ سلك روډ فنډ(ايس آر ايف)اعلٰی كچ پلاوي ملاقات وكړو ۔د پلاوي مشري د فنډ چيئرپرسن ژو جون كوله۔په ملاقات كښې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو او د اقتصادي او سرمايه كارۍ مرستې ته لا په پراختيا وركولو چارو خبرې وشوي۔د خزانې وفاقي وزير د پلاوي هركلي …
د خزانې وزير محمد اورنګزيب سره د سلك روډ فنډ پلاوي ملاقات٬سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې په موقع د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب سره د چين نوموړي سرمايه كارۍ فنډ سلك روډ فنډ(ايس آر ايف)اعلٰی كچ پلاوي ملاقات وكړو ۔د پلاوي مشري د فنډ چيئرپرسن ژو جون كوله۔په ملاقات كښې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو او د اقتصادي او سرمايه كارۍ مرستې ته لا په پراختيا وركولو چارو خبرې وشوي۔د خزانې وفاقي وزير د پلاوي هركلي كولو سره هغه د پاكستان اوسني معاشي پېشرفت نه خبر كړو چې پكښې مالياتي نظم و ضبط كښې ښه والے ٬ د بهرنۍ كهاتو استحكام٬ د زرمبادله پنګو كښې زياتوالے او مجموعي معاشي صورتحال كښې ښه والے شامل دے۔ده ووئيل حكومت معاشي استحكام په ځائے ساتلو سره ساختي اصلاحات او تل پاتې اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو ته پام لرنه كوي ۔سينيټر محمد اورنګزيب د هېواد وسائل متحرك كولو٬ټيكس بيس پراخه كولو او د ډيجيټلائزېشن د لارې د ټيكس انتظامي نظام ښه والي او د توان په څانګه كښې ساختي مسئلو حل لپاره په حكومتي اقدامات رڼا واچوله ۔ده په برآمدات اډانه اقتصادي نمو او كاروباري ماحول لا ښه كولو لپاره د روانو هڅو نه هم پلاوې خبر كړو۔ده ووئيل د سلك روډ فنډ په څير نړيوالو د سرمايه كارۍ ادارو سره مرسته سرمايه جوړولو٬ د بنيادي ډهانچې پرمختګ او پیداواري معاشي هلو ځلو وده كښې مهم كردار ادا كولې شي۔په ملاقات كښې د پاكستان نجكارۍ پروګرام او انفراسټركچر٬توان٬مينو فيكچرنګ پشمول بيلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په موقعو هم بحث وشو۔ژو جون ووئيل پلاوي په ابتدائي توګه چې د كومو نجي څانګو پروژو جاج اغستې په هغې كښې د معيار او استعداد څخه په خاص توګه متاثره شوي يو ۔ده د پاكستان نجي څانګې صلاحيتونه هم وستائېل۔ژو جون ووئيل سلك روډ فنډ پاكستان كښې بنيادي ډهانچې٬توان٬نجي څانګې پرمختګ او په داسې پروژو كښې د نورې سرمايه كارۍ امكاناتو جاج اخستو له خوښي لري كومې چې تر پراخه معاشي او سماجي ګټې صلاحيت لري۔








