پندۍ ۔21اګست (اے پي پي) امنيتي ځواكونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د هند پراکسیز، فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان خاتمې لپاره بېلا بېلو کارروائیو كښې 49 خوارجي ترهه ګر ووژل ۔د پاک پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئي ایس پي آر) نه جاري بيان تر مخه د ترهه ګرۍ د خطرو خاتمې او د خوارجو ترهه ګر نیټ ورکس خاتمې د عزم لرونكو هلو ځلو په لړ كښې …
د امنيتي ځواكونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان خاتمې لپاره بېلا بېلې کارروائۍ، 49 خوارجي ترهه ګر ووژل شول
پندۍ ۔21اګست (اے پي پي) امنيتي ځواكونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د هند پراکسیز، فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان خاتمې لپاره بېلا بېلو کارروائیو كښې 49 خوارجي ترهه ګر ووژل ۔د پاک پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئي ایس پي آر) نه جاري بيان تر مخه د ترهه ګرۍ د خطرو خاتمې او د خوارجو ترهه ګر نیټ ورکس خاتمې د عزم لرونكو هلو ځلو په لړ كښې په تېرو څو ورځو كښې سکیورټي فورسز د پولیس سره په ګده تند رفتاره او په انټیلې جنس يبنیاد آپریشنز وكړل ۔ دا کارروائۍ د هند پراکسیز فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان خاتمې لپاره د امتیاز نه لرونكې د ترهه ګرۍ مخ نيوي روان كمپائن برخه دي ۔ په دې کارروائیو كښې د ترهه ګر نیټ ورکس ته لوي زيان رسولو سره 49 ترهه ګر /خوارجیان ووژل شول او د هېواد امن و استحکام ته د زيان رسولو هره هڅه په په موثر توګه ناکامه كړې شوه ۔خیبر پښتونخوا كښې بنوں، شمالي وزیرستان، اورکزئۍ او خیبر ضلعو كښې ګڼ تند رفتاره انټیلې جنس بیسډ آپریشنز کښې د هند سرپرستۍ كښې د فعاله فتنہ الخوارج سره تعلق لرونكې 12 خوارج ووژل شول ۔ د کارروائیو په مهال ګن شمېر چاودونكې مواد، د آئي اي ډي ډیټونیټنګ ریموټ، وسله، ګوله بارود او موټر سائیکلې برآمد کړې شوې ۔بلوچستان كښې مستونګ، مچھ، خضدار او پنجګور ضلعو كښې 10 انټیلې جنس بیسډ آپریشنز کښې د هند په سرپرستۍ كښې فعاله د فتنہ الهندوستان سره تعلق لرونكې 37 ترهه ګر ووژل شول ۔ د کارروائیو په مهال په لوي شمېر وسله، چاودېدونكې مواد څخه ډك ډرم او ریموټ ډیټونیشن آلات تباہ کړے شول ۔د پاکستان سکیورټي فورسز د هېواد د سرحدونو او د اولس دفاع لپاره عزم لري او مكمل ثابت قدم دي ۔ په سيمه كښې د هند په سرپرستۍ كښې د نورو فعاله ترهه ګرو او خوارجو خاتمې لپاره سینیټائزیشن آپریشنز روان دي ۔









