اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي وئېلي دي شاعر او اديب د ټولنې په جوړولو او تشكيل كښې مهم كردار ادا كوي او ادبي دستورې د ټولنې فكري او تهذيبي پرمختګ كښې مركزي كردار ادا كوي۔ده د جمعې په ورځ اكادمي ادبيات پاكستان كښې د مزاح نګار ډاكټر انعام الحق جاويد كليات مزاحيه شاعرۍ دستورې ته د خاص مېلمه …
شاعر ٬ اديب د ټولنې په جوړولو او تشكيل كښې مهم كردار ادا كوي۔وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي
اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي وئېلي دي شاعر او اديب د ټولنې په جوړولو او تشكيل كښې مهم كردار ادا كوي او ادبي دستورې د ټولنې فكري او تهذيبي پرمختګ كښې مركزي كردار ادا كوي۔ده د جمعې په ورځ اكادمي ادبيات پاكستان كښې د مزاح نګار ډاكټر انعام الحق جاويد كليات مزاحيه شاعرۍ دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خطاب كولو۔د دستورې تابيا بزم ادب اسلام آباد د اكادمي ادبيات پاكستان په مرسته كړې وه چې پكښې نوموړو اديبانو٬شاعرانو٬دانشورو او د قلم خاوندانو ګډون كولو ۔وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي ووئېل دا ډول ادبي دستورې د ټولنې فكري او تهذيبي ښه والي او ادبي شعور زياتولو كښې مهم كردارتر سره كوي او د ادب د ژوند لپاره تصور ته تقويت وركوي۔ده اكادمي ادبيات پاكستان د قامي ورثه او كلتور ډويژن د يوې ذيلي ادارې په حېث مهمه او ښكلې ګلدسته وګرځوله ۔ده ډاكټر انعام الحق جاويد ته د هغه كليات په اشاعت مباركي وركړه او بزم ادب او اكادمۍ ادبيات ته يې په ادبي دستوره كولو پيرزوئنې وړاندې كړې۔









