اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند وئېلي دي پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلې وينې او وسائلو پرله پسې بې ځانګرې قربانۍ وړاندې كوي٬پاكستان د ترهه ګرۍ د هر شكل او هر مظهر په ضد جنګ كول خپل عزم كښې غېر متزلزل او پخپل تړون كښې ثابت قدم دے۔دا خبره د جمعې په ورځ د ترهه ګرۍ ځپليو په ياد او …
پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلې وينې او وسائلو پرله پسې ځانګرې قربانۍ وړاندې كوي۔د خارجه دفتر وياند د ترهه ګرۍ ځپليو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو نړيوالې ورځې په موقع بيان
اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند وئېلي دي پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلې وينې او وسائلو پرله پسې بې ځانګرې قربانۍ وړاندې كوي٬پاكستان د ترهه ګرۍ د هر شكل او هر مظهر په ضد جنګ كول خپل عزم كښې غېر متزلزل او پخپل تړون كښې ثابت قدم دے۔دا خبره د جمعې په ورځ د ترهه ګرۍ ځپليو په ياد او هغوي ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو نړيوالې ورځ په موقع د خارجه دفتر وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې شوی چې پاكستان د ټولې نړۍ قامونو سره په ګډه د ترهه ګرۍ ځپليو په ياد او هغوي ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو نړيواله ورځ لمانځي۔ده ووئيل دا ورځ ځانله د يو رسمي دستورې ورځ نه بلكې د ترهه ګرۍ په ضد هلو ځلو كښې د ځانونو قربانۍ وركونكو او ځپليو كورنيو لخوا د پورته كونكې لويې زيان ته د عقيدت وړاندې كولو او د دې حقيقت پسنده جائزې اخستلو موقع هم ده۔وياند ووئيل دا ورځ مونږ ته د دې نړيوال چېلنج په ضد پرله پسې د چمتو پاتې كېدو او د عزم لرونكو هلو ځلو لپاره په خپل غېر متزلزل عزم د غور كولو او دا لا د مستحكمولو موقع راكوي۔ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلې وينې او وسائلو پرله پسې ځاڼګرې قربانۍ وړاندې كوي او دا هلې ځلې يوازې د خپل اولس نه بلكې د منطقې او د دې نه بهر هم د امن او سلامتيا لپاره دي۔وياند ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد روان جنګ كښې 90 زره څخه زيات پاكستانيانو د خپلو ځانونو قرباني وركړې او هېواد ته د 150 ارب ډالره څخه زيات معاشي زيان رسېدلے دے۔ده ووئيل ترهه ګري اوس په يو څو ډلو مشتمل خطر جوړ شوے چرته چې ترهه ګر زيات پيچلې او مهلك بريدونو لپاره د خپلې رسنې زياتولو په غرض رامخې ته شوې ټيكنالوجيز او سائبر اسپيس استعمالوي۔وياند ووئيل پاكستان د ګمراه كونكو او دروغو په معلوماتو اډانه كمپائن٬هائيډرو ټيررازم او ماورائے سيمه ايز ټارګټ كلنګ كمپائنونو سره هم مخ دے۔ده ووئيل كال 2025 پاكستان لپاره د تېرې يوې لسيزې تر ټولو زيات د وينې بهيونكے كال ثابت شوے۔ده ووئيل د دې چېلنجونو باوجود پاكستان د ترهه ګرۍ هر شكل او اړخ په ضد جنګ كولو كښې پخپل عزم غېر متزلزل او خپل تړون كښې ثابت قدم دے٬په دې ورځ مونږ مقبوضه جمو و كشمير كښې د خپلو كشميريانو وروڼو سره هم د يو والي څرګندونه او هغوي ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كوو كوم چې پرله پسې د منظم رياستي جبر سره مخ دي۔ وياند ووئيل په څو لسيزو محيط جبر او بنيادي بشري حقونو پرله پسې او ښكاره خلاف ورزو باوجود د مقبوضه جمو او كشمير اولس د ملګرو ملتونو تسليم كړي حق خود اراديت له په خپله غوښتنه ثابت قدم دے۔ده ووئيل د فلسطين اولس هم زمونږ سوچ او په دعاګانو كښې شامل دے٬د جنګ بندۍ او سفارتي هڅو په نتيجه كښې هر څو چې د بشري مرستې ګنجائش پېدا شوے دے خو فلسطينے اولس په خاص توګه ماشومان٬ميرمنې او د زيات عمر بزرګان هغسې نه بيانېدونكو بشري حقونو خلاف ورزو او حق خود اراديت څخه د محرومۍ ښكار دي٬په دې لړ كښې د تېر وخت نړيوال تجربات نن هم زمونږ لپاره مهم سبق لري ۔وياند ووئيل غېر ملكي قبضه٬حل طلب شخړې او حق خود اراديت څخه محرومي د انتهاخوښي او ترهه ګر عناصر د خپلو مقصدونو لپاره استعمالوي د كوم مخ نيوي لپاره چې سمدستي اقدامات ضروري دي۔بيان كښې ووئېل شول د ترهه ګرۍ ځپليو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره مونږ په نړيوالې ورورورلۍ زور راوړو چې په ټوله نړۍ كښې د ترهه ګرۍ ځپليو او دې څخه د بچ شوو كسانو د امتياز نه غېر ملاتړ وكړي۔دې سره سره نړيوالې مرستې او مكالمې معروضي٬ بې پرې٬مستقل او په منصفانه انداز د چا دوه مخيزه معيار نه غېر لا وده وركړې شي دغسې چې زمونږ د راتلونكو نسلونو لپاره يوه زياته امن لرونكې نړۍ باوري شي۔









