اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د پاكستان چيف جسټس جسټس يحيٰی آفريدي پارليماني جمهوريت٬د اختيارات وېش او آئيني واكمنۍ اصولو اهميت رامخې ته كولو سره وئېلي دي د قانون واكمنۍ زياتولو لپاره مقننه٬انتظاميه او عدليه له د خپل خپل آئيني كردار له مخې كار كول ضرورې دي۔د سپريم كورټ وياند جاري كړې اعلاميې له مخې دا خبره ده سول سروسز اكيډمۍ لاهور كښې د 54م كامن ټريننګ پروګرام(سي …
د قانون واكمننۍ زياتولو لپاره د مقننه٬انتظاميه او عدليه له د خپل آئيني كردار له مخې كار كول ضرورې دي ۔د پاكستان چيف جسټس
اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د پاكستان چيف جسټس جسټس يحيٰی آفريدي پارليماني جمهوريت٬د اختيارات وېش او آئيني واكمنۍ اصولو اهميت رامخې ته كولو سره وئېلي دي د قانون واكمنۍ زياتولو لپاره مقننه٬انتظاميه او عدليه له د خپل خپل آئيني كردار له مخې كار كول ضرورې دي۔د سپريم كورټ وياند جاري كړې اعلاميې له مخې دا خبره ده سول سروسز اكيډمۍ لاهور كښې د 54م كامن ټريننګ پروګرام(سي ټي پي) تر سيوري لاندې تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو سره په سپريم كورټ كښې د ملاقات په مهال وكړه۔د پلاوي مشري د سول سروسز اكيډمۍ ډائرېكټر جنرل فرحان عزيز خواجه كوله او د فيكلټۍ غړي هم د پلاوي سره وو۔د ملاقات په مهال چيف جسټس د پارليماني جمهوريت او رياستي ادارو ترمينځه د اختيارات وېش په بنيادي خدوخال رڼا واچوله او آئيني واكمنۍ او د قانون واكمنۍ په جوړولو كښې يې د مقننه٬انتظاميه او د عدليې د شريك تكميلي كردار وضاحت وكړو۔چيف جسټس افسران د عدالتي نظام بيلو درجو او د بيلو عدالتونو د اختيار نه هم خبر كړل۔ده اداره جاتي مرستې او انصاف څانګه كښې د اصلاحات په اړه د قومي جوډيشل(پالېسي ساز)كمېټۍ(اين جے پي ايم سي)په كردار هم رڼا واچوله او دا يې تر ټولو اعلٰی عدالتي پالېسۍ فورم وګرځولو۔پلاوې په دې مهال د عدالتونو بنيادي ډهانچې او اولسي سهولت كښې ښه والي لپاره د پورته شوو ګامونو څخه هم خبر كړے شو ۔









