اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د آئي ايس پي آر سمر انټرن شپ كښې شاملو د خيبرپښتونخوا پوهنتونونو طالبعلمانو پېښور كښئ د قلعه بالاحصار دوره وكړه او د شهيدانو په يادګار ئې د ګلونو څادر خپرولو سره هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ په دې موقع زده كوونكو ته د بالاحصار تاريخي اهميت او د ايف سي خېبرپښتونخوا نارتھ په خدمات بريفنګ وركړے شو٬ په دې موقع …
د آئي ايس پي آر سمر انټرن شپ پروګرام كښې د خيبرپښتونخوا طالبعلمانو د قلعه بالاحصار دوره
اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د آئي ايس پي آر سمر انټرن شپ كښې شاملو د خيبرپښتونخوا پوهنتونونو طالبعلمانو پېښور كښئ د قلعه بالاحصار دوره وكړه او د شهيدانو په يادګار ئې د ګلونو څادر خپرولو سره هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ په دې موقع زده كوونكو ته د بالاحصار تاريخي اهميت او د ايف سي خېبرپښتونخوا نارتھ په خدمات بريفنګ وركړے شو٬ په دې موقع زده كوٶنكو د قلعه بالاحصار د تاريخي ميوزيم دوره هم وكړه او د تاريخي او كلتورې ورثې په اړه ئې خبرتيا ترلاسه كړه ۔ په دې موقع زده كوٶنكو انسپکټر جنرل فرنټيئر کور خيبرپښتونخوا نارتھ سره ملاقات هم وكړو ٬ انسپکټر جنرل فرنټيئر کور د زده كوٶنكو د پوښتنو جامع او په دليل اډانه ځوابونه وركړل او دوي ئې د منطقې سکيورټي صورتحال او د رامخې ته چېلنجز نه خبر كړل۔ دغسې زده كوٶنو دوره ګټوره او معلوماتي ګرځولو سره د پاك پوځ او فرنټيئر کور خېبرپښتونخوا نارتھ مننه وكړه۔









