د مکه مكرمه شريكه دفاعي لوظنانه٬ په مېنځني ختيز او سوئيلي آسياء كښې د امن او استحكام ضمانت دے

  اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) سعودي عرب، پاکستان او د ترکيه د مکه مكرمه شريکې دفاعي لوطنامې په منطقه كښې شرېكې دفاع لپاره يو نوے بنياد اېښودے دے۔ نړيوالې نوموړې مجلې بلومبرګ او د آذربائيجان مجلې کاليبر خپل رپورټس كښې وئيلي دي  د مکه مشترکه دفاعي تړون د سعودي عرب، ترکيه او د پاکستان په څېر مهم سيمه ايز طاقتونه په يو مشتركه دفاعي فرېم ورك تړلي …

 

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) سعودي عرب، پاکستان او د ترکيه د مکه مكرمه شريکې دفاعي لوطنامې په منطقه كښې شرېكې دفاع لپاره يو نوے بنياد اېښودے دے۔ نړيوالې نوموړې مجلې بلومبرګ او د آذربائيجان مجلې کاليبر خپل رپورټس كښې وئيلي دي  د مکه مشترکه دفاعي تړون د سعودي عرب، ترکيه او د پاکستان په څېر مهم سيمه ايز طاقتونه په يو مشتركه دفاعي فرېم ورك تړلي دي ۔ د بلومبرګ له مخې د لوظنامې په شرطونو كښې وئيلي شوې دي چې په يو هېواد بريد به په ټولو بريد ګڼلے شي۔ دا تړون د دې خبرې اعتراف دے چې د منطقې هېوادونو له به اوس نوې شراکت داري او سيمه ايزه صف بندي كول وي۔ د مکه مشترکه دفاعي تړون مقصد په سيمه ايز نظام كښې د اړي ګړي لاره نيول دي۔ د کاليبر له مخې ډونلډ ټرمپ هم د دې تړون هركلے كړے دے او دا ئې د مېنځني ختيزو هېوادونو د دفاعي صلاحيت ښه علامت ګرځولے دے٬ د كاليبر له مخئ د پاکستان اتومي صلاحيت،  پوځي افرادي قوت او امريکې سره د اتحادي په حيث د مکه تړون ته يو مهم دفاعي وزن وركوي، دا د  مکه مشترکه دفاعي تړون ثبوت دے چې پاکستان د منطقې هېوادونو لپاره د امن ضامن او  د نيټ سکيورټي پروائيډر په توګه رامخې ته شوے دے ۔

مزید خبریں