د سپريم كورټ پرېكړې په رڼا كښې د پي ټي آئې د باني په روغتون كښې معائنه٬ هغه  صحت مند وګرځولے شو ٬ بېرته زندان ته منتقل كړے شو٬ عطاﺀ الله تارړ

  اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي)  د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئېلي دي د سپريم كورټ پرېكړې په رڼا كښې د پي ټي آېئ د باني په روغتون كښې معائنه وكړې شوه٬ د طبي معائنې نه پس  د پي ټي آئي باني صحت مند وګرځولے شو  او د ټول عمل تر سره كېدو نه پس هغه بېرته اډياله زندان ته منتقل كړے شو۔  د …

 

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي)  د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئېلي دي د سپريم كورټ پرېكړې په رڼا كښې د پي ټي آېئ د باني په روغتون كښې معائنه وكړې شوه٬ د طبي معائنې نه پس  د پي ټي آئي باني صحت مند وګرځولے شو  او د ټول عمل تر سره كېدو نه پس هغه بېرته اډياله زندان ته منتقل كړے شو۔  د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په وېب پاڼه   ايكس خپل پېعام كښې  وفاقي وزير ووئېل  د سپريم كورټ د پرېكړې په رڼا كښې بنديوان د 21 اګست په نيمه شپه  د مناسب حفاظتي انتظامات سره روغتون ته راوستلے شو٬ د سترګو٬ زړونو او فزيشن پوهه ډاكټرانو ډلې د هغه تفصيلي معئانه وكړه او هغه يې په طبي توګه روغ رمټ وګرځولو۔  د هغه خور  عظمې خان د طبي معائنې  او د علاج د ټولو پراړونو په مهال موجود وه۔  دا ټول عمل د تر سره كېدو نه پس   هغه د 21 اګست په سهار نزدې 5 بجې اډياله زندان ته بېرته منتقل كړے شو ۔ وفاقي وزير لا تفصيلات بيانولو سره ووئېل  دا طبي معائنه په پمز روغتون كښې وكرې شوه  چې پكښې دشفا انټر نېشنل  هسپتال ډاكټران هم موجود وو۔ د پي ټي آئې كاركنانو د اړخه د امنيت چې كوم صورتحال د شفا انټر نېشنل هسپتال په لاره كښې بهر پېدا كړے شو  د هغې تر مخه هغه پمز ته ورسولے شو  او د طبي معائنې  تر مخه هغه صحت مند ؤ ۔  هغه ته وړاندې هم طبي آسانۍ وركړې كېدې  او اوس هم چې كله ضرورت وي طبي سهوليات به وركولې شي۔

 

مزید خبریں