چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د سوريه خارجه وزير اسعد حسن الشيباني ملاقات٬ د امنيتي چېلنجونو مقابلې  لپاره د شرېكې مرستې په اهميت زور

  پنډي۔ 21 اګست (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز  فيلډ مارشل سيد عاصم منير  د امنيتي چبلنجونو مقابلې لپاره د پاكستان او سوريه   د مرستې او شريكو هلو ځلو په اهميت زور راوړے دے ۔ د جمعې په ورځ  د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئې ايس پي آر ) نه جاري بيان تر مخه  سر لښكر سيد عاصم منير نشان امتياز (ملټري) هلال جرآت سره د …

 

پنډي۔ 21 اګست (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز  فيلډ مارشل سيد عاصم منير  د امنيتي چبلنجونو مقابلې لپاره د پاكستان او سوريه   د مرستې او شريكو هلو ځلو په اهميت زور راوړے دے ۔ د جمعې په ورځ  د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئې ايس پي آر ) نه جاري بيان تر مخه  سر لښكر سيد عاصم منير نشان امتياز (ملټري) هلال جرآت سره د سوريه  خارجه وزير اسعد حسن الشيباني  بشمول د خپل پلاوي په جنرل هيډ كوارټر (جي ايچ كيو)  پنډۍ كښې ملاقات وكړو  چې پكښې د شرېكې خوښې په چارو ٬  د سيمه ايز امنيت په صورتحال او دوه اړخيزه دفاعي او امنيتي مرستې لا پراخه كولو په امكانات خبرې وشوې۔ چيف آف ډيفنس فورسز  د سوريه سره  د پاكستان زړې د ورورولۍ اړبكې رامخې ته كړې او نړيوال امن  او د سيمه ايز استحكام په اړه يې د پاكستان موقف نه خبر كړل۔  ده د شريكو امنيتي چلبنجونو مقابلې لپاره د مرستې او د شريكو هلو ځلو په اهميت راوړو۔  د سوريه خارجه وزير د سيمه ايز امن او د استحكام ودې  لپاره د پاك پوځ  او د پاكستان د وسله والو ځواكونو پېشه وره كردار وستائېلو۔ دواړو ډلو د اړيكو لا مضبوطولو او د دفاع و امنيت په څانګو كښې د روابط او مرستې  لا پراختيا له د خپل عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں