نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د برازيل خارجه وزير ټېليفوني تماس٬دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو له د عزم پخلے

  اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د برازيل خارجه وزير سفير موروويئرا ټېليفوني تماس نيولے۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې  د برازيل خارجه وزير د امريكې-ايران په معامله په ثالثۍ  د پاكستان تعميري كردار او هڅو ستائنې كولو سره نړيوال امن او سلامتيا لپاره د خبرو اترو او سفارتكارۍ په اهميت زور …

 

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د برازيل خارجه وزير سفير موروويئرا ټېليفوني تماس نيولے۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې  د برازيل خارجه وزير د امريكې-ايران په معامله په ثالثۍ  د پاكستان تعميري كردار او هڅو ستائنې كولو سره نړيوال امن او سلامتيا لپاره د خبرو اترو او سفارتكارۍ په اهميت زور راوړو۔ده د پاكستان لخوا د مكه په شريكه دفاعي لوظ نامه لاس ليك كولو نائب وزيراعظم و خارجه وزير له مباركي  وركړه۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار په نيكو هيلو د هغه مننه وكړه او دج ساؤته مرستې ودې او امن او استحكام لپاره يې د برازيل مهم كردار او عزم وستائېلو۔دواړو لارښودو د اعلٰی كچ رابطو تسلسل او د ملګرو ملتونو پشمول نورو ګڼ اړخيزه فورمز باندې د نزدې رابطه كارۍ په اهميت زور راوړو او ګڼ اړخيزه نظام٬خبرو اترو او سفارتكارۍ لپاره يې د خپل عزم پخلے وكړو۔دواړو لارښودو د سيمه ايز او نړيوال صورتحال په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او د پاكستان-برازيل اړيكې مخ په وړاندې بوتللو لپاره يې رابطه په ځاې ساتلو ته اتفاق وكړو ۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د برازيل خارجه وزير ته د پاكستان دورې بلنه وركړه ٬  دغسې د برازيل خارجه وزير موروويئرا هم ده له د برازيل دورې بلنه وركړه۔په دې مهال دواړو شريكې رابطې په ځاې ساتلو او دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو له عزم څرګندونه وكړه

مزید خبریں