وړوكے كاروبار د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري ٬  جي ډي پي كښې 40 فيصده  او په غېر زرعي روزګار كښې 80 فيصده برخه لري ٬ سيدال خان ناصر

  اسلام آباد ۔ 20 اګست (اے پي پي)  د سنېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر وئېلي دي  پاكستان كښې 71 لاكه  او د 40 زره نه زيات د وړې درجې او د مينځومانې كاروبار (ايس ايم ايز) د هېواد د معيشت  په استحكام كښې بنيادي كردار تر سره كوي ٬  كوم چې د هېواد  په ټول پېداوار (جي ډي پي) كښې  نزدې 40 فيصده ٬ برآمدات  كښې 30 فيصده  …

 

اسلام آباد ۔ 20 اګست (اے پي پي)  د سنېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر وئېلي دي  پاكستان كښې 71 لاكه  او د 40 زره نه زيات د وړې درجې او د مينځومانې كاروبار (ايس ايم ايز) د هېواد د معيشت  په استحكام كښې بنيادي كردار تر سره كوي ٬  كوم چې د هېواد  په ټول پېداوار (جي ډي پي) كښې  نزدې 40 فيصده ٬ برآمدات  كښې 30 فيصده  او په غېر زرعي روزګار كښې 80 فيصد برخه لري ۔ د دې خيالاتو څړګندونه ده  د راولپنډي چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري تر سېوري لاندې  ځايي هوټل كښې  تابيا شوي د انټرنېشنل ايس ايم ايز ايكسيلېنس ايوارډ 2026 دستورې ته وېنا كښې وكړه۔ ده ووئېل  دا شمېرې د دې حقيقت ثبوت دے  چې د وړې او د مېنځومانې كاروبار  يوازې تجارتي هڅې نه  بلكې د پاكستان  د معيشت  اصل د ملا تير دے٬  چې كله مونږ كوم وړوكے كاروبار مضبوطوو نو په اصل كښې ټوله كورنۍ  ٬ ټولنه او د پاكستان معاشي سباون  مستحكم كوو ٬ ده د ځوانانو په كردار رڼا اچولو سره ووئېل   د هېواد پرمختګ لپاره  يوازې د ملازمتونو لټون كوونكې  نه  بلكې د ملازمتونو راپېدا كوونكې  ځوانان پكار دي  ٬ د پاكستان  د آبادۍ لويه برخه په ځوانانو مشتمل ده  ٬  څوك چې يوازې د روايتي تعليم په ځائے جديد هنر ٬ ټېكنالوجي ٬ سرمايه  ٬ تربيي  او تر نړيوالو منډيانو رسنې  ته ضرورت لري   ٬ دغسې چې دوي د خپل كاروبار خيال  په قامي او نړيوال برآنډز  بدل كړے شي۔

 

 

مزید خبریں