اسلام آباد۔20اګست (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت و پيداوار صلاحكار هارون اختر خان د قيمتي كاڼړو په څانګه كښې د هنرمندۍ ودې، ويليو ايډيشن، سرمايه کارۍ ، برانډنګ او د برآمدات ودې لپاره د جامع اقدامات روانه ساتلو د عزم پخلي كولو سره وئېلي دي په نړيوالو منډيانو كښې د دې څانګې په زړه پورې صلاحيت كارولو لپاره به موثر تګلاره خپلولې شي ، کراچۍ او اسلام آباد …
د پاکستانو قيمتي كانړو موثر مارکيټنګ او برانډنګ د وخت مهم ضرورت دے ،کراچۍ او اسلام آباد كښې د قيمتي كانړو نندارتون به زر اوشي ، هارون اختر خان
اسلام آباد۔20اګست (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت و پيداوار صلاحكار هارون اختر خان د قيمتي كاڼړو په څانګه كښې د هنرمندۍ ودې، ويليو ايډيشن، سرمايه کارۍ ، برانډنګ او د برآمدات ودې لپاره د جامع اقدامات روانه ساتلو د عزم پخلي كولو سره وئېلي دي په نړيوالو منډيانو كښې د دې څانګې په زړه پورې صلاحيت كارولو لپاره به موثر تګلاره خپلولې شي ، کراچۍ او اسلام آباد كښې د قيمتي كانړو نندارتونونه به زر وكړے شي او ګلګت بلتستان، آزاد کشمير او اسلام آباد كښې به سينټرز آف ايکسيلنس جوړولې شي ۔د دې خيالاتو څر ګندونه ده د پاکستان قيمتي كاڼرو د څانګې ترقۍ او ودې په اړه د سټيئرنګ کميټۍ مشرۍ كښېے وكړه ۔غونډه كښې د وزيراعظم د صنعت کوآرډينيټر رانا احسان افضل، سيکرټري صنعت و پيداوار، او نورو اړوند چارواكو ګدون كولو ۔ د پاکستان منرلز ډويلپمنټ کارپوريشن (پي ايم ډي سي) او جيولوجيکل سروے آف پاکستان (جي ايس پي) استازي هم غونډه كښې شريك وو ۔









