د وزيراعظم په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه٬ د نېشنل ايډوليسينټ اينډ يوتھ پالېسي منظوري وركړی شوه

  اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)وفاقي كابينې د بين الصوبائي روابط وزارت په سفارش د نېشنل ايډوليسينټ اينډ يوتھ پالېسۍ اصولي منظوري وركړې ده چې له مخې به يې ځوانان مركزي دائره كښې  شاملولې شي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔د پي ايم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي كابينې د …

 

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)وفاقي كابينې د بين الصوبائي روابط وزارت په سفارش د نېشنل ايډوليسينټ اينډ يوتھ پالېسۍ اصولي منظوري وركړې ده چې له مخې به يې ځوانان مركزي دائره كښې  شاملولې شي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔د پي ايم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي كابينې د بين الصوبائي روابط وزارت په سفارش  د نېشنل ايډوليسينټ اينډ يوتھ پالېسۍ اصولي منظوري وركړه ۔دا پالېسي د پاكستان ځوانانو آبادي خپلواكه كولو لپاره يو كوټلي قامي فريم ورك جوړولو په اړه  يو مهم پیشرفت دے۔د دې پالېسۍ له مخې د حكومت په كچه د ځوانانو آبادي به مركزي دائره كښې شاملولې شي چرته به چې ځوانانو ته يو ډول او ښه معاشي او معاشرتي ماحول باوري كولو په اړه يو مهم سنګ ميل ثابت شي۔دې پالېسۍ سره د قامي فريم ورك څلور بنيادي ستنو كښې تعليم٬روزګار٬شموليت او ماحوليات شامل دي۔د دې پالېسۍ نفاذ په اړه پاكستان يوتھ ډويلپمنټ كونسل او فيډرل ايډوليسينټ اينډ يوتھ ايجنسي جوړولې كيږي۔غونډې ته ووئيل شول  د دې پالېسۍ جوړولو په اړه په ټول هېواد كښې 32 زره 145 سروے شوي دي او په دې اړه 2 لكه څخه د زياتو ځوانانو رائے اخستلې شوي ۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د ذكر كړې  پالېسۍ په اړه د كابينې غړو تجاويز دې د پالېسۍ برخه جوړ كړے شي۔وفاقي كابينې د رياستي ملكيتي اداره جات كابينه كمېټۍ د 9 جولائي 2026 په مهال  شوې غونډه كښې د كړو پريكړو بشمول د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 14 اګست 2026 او د ليجسليټو كيسز كابينه كمېټۍ  د 18 جون 2026 ٬  د 30 جولائي 2026 ٬ 5 اګست 2026 او د 18 اګست 2026 په غونډه كښې د شوو پريكړو توثيق هم وكړو ۔

 

مزید خبریں