د خزانې وفاقي وزير په مشرۍ كښې د سركاري كاروباري ادارو لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه

  اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې  د سركاري كاروباري ادارو لپاره د كابينه كمېټۍ (CCoSOEs) غونډه د زيارت په ورځ وشوه٬ کميټۍ د پټروليم ډويژن لخوا په وړاندې كړې سمرۍ غور كولو سره پاکستان پيټروليم لميټډ (پي پي ايل) په بورډ آف ډائريکټرز كښې په خالي چوكۍ د يو آزاد ډائريکټر د تقررۍ منظوري وركړه٬ دا تقرري د …

 

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې  د سركاري كاروباري ادارو لپاره د كابينه كمېټۍ (CCoSOEs) غونډه د زيارت په ورځ وشوه٬ کميټۍ د پټروليم ډويژن لخوا په وړاندې كړې سمرۍ غور كولو سره پاکستان پيټروليم لميټډ (پي پي ايل) په بورډ آف ډائريکټرز كښې په خالي چوكۍ د يو آزاد ډائريکټر د تقررۍ منظوري وركړه٬ دا تقرري د سټيټ اون انټرپرائز پاليسي 2023 له مخې شوې ده٬ کميټۍ د پټروليم ډويژن لخوا د آئل اينډ ګيس ډويلپمنټ کمپني لميټډ (او جي ډي سي ايل) د بورډ آف ډائريکټرز جوړولو په اړه په سمرۍ هم غور وكړو٬ دغسې كمېټۍ د او جي ډي سي ايل بورډ  كښې د درېو آزادو ډائريکټرز چوكو لپاره د تجويز كړو نامزدګيو هم منظوري وركړه۔

مزید خبریں