اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي پاکستان او د جمهوريه کوريا ترمېنځه د سي اي پي اے خبرو اترو ٶړومبے پړاٶ په كاميابۍ سره بشپړ شور ٬ دغسې د دوېم پړاٶ پېل ډېر زر امكان لري، لوظنامې ته حتمي شكل وركولو نه وروستو به د پاكستان اېكسپورټرز لپاره نوې موقعې رامخې ته شي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي …
پاکستان او د جمهوريه کوريا ترمېنځه د سي اي پي اے خبرو اترو ٶړومبے بشپړ شو ٬ د دوېم پړاٶ پېل ډېر زر امكان لري۔ جام كمال خان
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي پاکستان او د جمهوريه کوريا ترمېنځه د سي اي پي اے خبرو اترو ٶړومبے پړاٶ په كاميابۍ سره بشپړ شور ٬ دغسې د دوېم پړاٶ پېل ډېر زر امكان لري، لوظنامې ته حتمي شكل وركولو نه وروستو به د پاكستان اېكسپورټرز لپاره نوې موقعې رامخې ته شي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي اړيكې به لا مضبوطې شي۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ كنفرنس كښې د خاص مېلمه په حېث د وېډيو لنك د لارې خپلو خبرو كښې وكړه ۔ د تجارت وزارت وياند له مخئ د پاکستان-کوريا تجارت و سرمايه کاري کنفرنس په سيئول كښې كېږي چې پكښې د پاکستان او کوريا د 170 نه زيات كاروباري كسان ګډون كوي او په دې موقع د دواړٶ هېوادونو د كمپنو ترمېنځه په شپږو مفاهمي ياددښتونو (MOUs) لاس ليك شوے۔ وفاقي وزير د دواړو هېوادونو په كاروباري ورورولۍ زور راوړو چې ھغوي د لوظنامې د بشپړېدو نه وړاندې په كنفرنس كښې وركړي پليټ فارم څخه په ګټه پورته كولو كوټلې كاروباري شراكتداري جوړه كړي۔ په کنفرنس كښې د كوريا 91 او 82 پاکستانو کاروباريانو ګډون كړے٬ چې پكښې په كوريا كښې مېشته پاكستانيان٬ د سيالکوټ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري او د ګوجرانواله چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري استازي هم شامل وو۔









