اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او سوريه ترمېنځه د تاريخي او ژورو اړيكو ذكر كولو سره د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې دوستانه اړيكې په سياست، دفاع، تجارت، سرمايه کارۍ، تعليم او د بشري وسائلو پرمختګ پشمول په بېلو څانګو كښې په عملي مرسته د بدلولو په ضرورت زور راوړے دے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سوريه خارجه وزير اسعد …
وزيراعظم شهباز شريف سره د سوريه خارجه وزير اسعد حسن الشيباني وليدل، د سوريه د خپلواكۍ٬ وحدت او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د پاكستان د غېر متزلزل مرستې پخلے
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او سوريه ترمېنځه د تاريخي او ژورو اړيكو ذكر كولو سره د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې دوستانه اړيكې په سياست، دفاع، تجارت، سرمايه کارۍ، تعليم او د بشري وسائلو پرمختګ پشمول په بېلو څانګو كښې په عملي مرسته د بدلولو په ضرورت زور راوړے دے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سوريه خارجه وزير اسعد حسن الشيباني د زيارت په ورځ ليدلي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د سوريه د خارجه وزير او د هغه د پلاوي هركلي كولو سره صدر احمد الشرع لپاره د نېكو څرګندونه وكړه او د خپلو اوسنيو ملاقاتونو ذكر ئې هم وكړو۔ ده د سوريه د خپلواكۍ٬ وحدت او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د پاكستان د غېر متزلزل مرستې پخلے وكړو۔ وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تاريخي او ژورو اړيكو ذكر كولو سره ووئيل دواړو هېوادونه د اوږدې مودې دوستانه اړيكې په سياست، دفاع، تجارت، سرمايه کارۍ، تعليم او د بشري وسائلو پرمختګ پشمول په بېلو څانګو كښې په عملي مرسته بدلولو ته اړتيا لري ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه نېغ په نېغه د پروازونو بحالۍ سره به اولسي روابطو كښې زياتوالے راشي او په لويه شمېره سوريه ته د زيارت لپاره سفر كوٶنكو ته به هم سهولت ترلاسه شي۔ وزيراعظم د سوريه د وحدت٬ خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د پاكستان د ملاتړ پخلي كولو سره ووئيل پاکستان به د ګولان د غرونو په معامله د سوريه د موقف بشپړ ملاتړ كوي۔ دغسې د سوريه خارجه وزير د صدر احمد الشرع لخوا وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د نېكو هيلو پېغام ورسولو۔ هغه وزيراعظم د سوريه د سياسي صورتحال او بيا رغونې د هلو ځلو نه خبر كړو۔ هغه په تېرو كلونو كښې سوريه لپاره د پاکستان د پرله پسې مرستې مننې كولو سره ووئيل سوريه د پاكستان حكومت سره دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو له خوښي لري۔ هغه مرستې لپاره زر تر زره د رسمې اداره جاتي طريقه کار وضع كولو خوښي هم څرګنده كړه۔ وزيراعظم د سوريه صدر احمد الشرع ته د پاکستان د سركاري دورې بلنه هم وركړه۔ په دې موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي او خارجه سيکريټري سفير آمنه بلوچ هم موجود وه۔









