اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د سوريې خارجه وزير اسعد حسن الشيباني د اعلٰی كچ پلاوي سره د زيارت په ورځ ملاقات وكړو ٬ په دې مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د تجارت وزارت وياند له مخې جام كمال خان د سوريې خارجه وزير او د هغه د پلاوي تود هركلے وكړو ۔جام كمال خان ووئېل …
د تجارت وفاقي وزير سره د سوريې خارجه وزير ملاقات٬د شريكې خوښې چارو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د سوريې خارجه وزير اسعد حسن الشيباني د اعلٰی كچ پلاوي سره د زيارت په ورځ ملاقات وكړو ٬ په دې مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د تجارت وزارت وياند له مخې جام كمال خان د سوريې خارجه وزير او د هغه د پلاوي تود هركلے وكړو ۔جام كمال خان ووئېل پاكستان سوريې سره د اوږدې مودې اړيكو ته د قدر په نظر ګوري۔دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او سوريې ترمينځه دوه اړخيزه تجارت٬سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې ته لا ودې وركولو ته اتفاق وكړو ۔د تجارت وزير د سوريې اولس سره د يو والي څرګندونه٬ د سوريې امن٬استحكام او بيا رغونې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔جام كمال خان د سوريې خارجه وزير د پاكستان اقتصادي او برآمدي استعداد نه خبر كړو۔ده ووئيل ټيكسټائل٬داروګان٬څرمن٬ د لوبو سامان٬آئي ټي او زرعي مصنوعات كښې د مرستې پراخه امكانات موجود دي٬دواړو هېوادونو ته د نجي څانګو ترمينځه روابط او شريكو پروژو ته د ودې وركولو ضرورت دے۔د سوريې خارجه وزير د سوريې بيا رغونه او پرمختيائي ترجيحات څخه د تجارت وزير خبر كړو۔ده ووئيل په سوريه كښې د استوګنې پروژو ٬رئيل سټيټ٬توان٬ټرانسپورټ٬بندرځايونو ٬كركيلې او صنعت كښې د مرستې پراخه امكانات شته ۔په ملاقات كښې ترجيحي څانګې په ګوته كړې شوې او عملي اقتصادي روډ ميپ ٬پاكستانو او د سوريې كاروباري ادارو ترمينځه د ورچوئل ملاقاتونو ٬ د پاكستان سوريې شريك وزارتي كمېشن او اړوند وركنګ ګروپس د بحالولو٬ د دواړو هېوادونو چيمبرز آف كامرس ترمينځه روابط او د كاروباري پلاويو تبادلې فعاله كولو تجاويز هم وړاندې كړے شول په كومو چې په تفصيلي توګه د خيالاتو څرګندونه وشوه









