نوي حج سيزن كښې به د ايئر لائنز فلائټ شيډول اود  كوټې وېش په منصفانه ډول كولې شي۔د دفاع وزير

  اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي  راتلونكې حج سيزن كښې به د پروازونو شيډول او د حاجيانو لوډ تقسيم نور متوازن او منصفانه جوړولې شي دغسې چې حج كوونكي كوم ډول پريشانۍ يا مشكلات سره مخ نه شي۔ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د  غړي نقطقه نظر سره په  اتفاق كولو كښې خواجه محمد آصف ووئېل …

 

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي  راتلونكې حج سيزن كښې به د پروازونو شيډول او د حاجيانو لوډ تقسيم نور متوازن او منصفانه جوړولې شي دغسې چې حج كوونكي كوم ډول پريشانۍ يا مشكلات سره مخ نه شي۔ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د  غړي نقطقه نظر سره په  اتفاق كولو كښې خواجه محمد آصف ووئېل د پروازونو تاخير او د مسافرو د ګڼې فشار كمولو لپاره د ايئر لائنز ترمينځه فلائټ شيډول او د آپريشنز وېش  په منصفانه ډول ضروري دے۔ده باور وركړو چې څنګه حج سيزن رانزدې شي او په دې اړه رسمي چمتوالے به نيولې شي   او دا خبره به باوري كولې شي چې د ټولو اړوند ايئر لائنز ترمينځه د پروازونو وېش  ښه او په منصفانه ډول وي دغسې چې حاجيانو ته ښې سفري آسانۍ ترلاسه شي او فلائټ آپريشنز د كوم ځڼډ نه غېر سر ته ورسي۔

مزید خبریں