اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري قامي اسمبلۍ خبر كړې چې تر يكم مارچ 2026 خيلجي هېوادونو څخه بيلو وجوهاتو او قوانين په خلاف ورزو په مجموعي توګه 21 زره 951 پاكستاني ډي پورټ كړي دي او اسلام آباد كښې تعليمي ادارو فشار كمولو لپاره سي ډي اے د سيكټر ايريا نه بهر يو جديد"ايجوكيشن سټي"جوړولو منصوبه بندي كوي۔ده د …
د خليجي هېوادونو نه تر يكم مارچ 2026 ٬ 21 زره 951 پاكستاني ډي پورټ شوي٬اسلام آباد كښې “ايجوكيشن سټي”جوړولې كيږي۔ډاكټر طارق فضل چوهدري
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري قامي اسمبلۍ خبر كړې چې تر يكم مارچ 2026 خيلجي هېوادونو څخه بيلو وجوهاتو او قوانين په خلاف ورزو په مجموعي توګه 21 زره 951 پاكستاني ډي پورټ كړي دي او اسلام آباد كښې تعليمي ادارو فشار كمولو لپاره سي ډي اے د سيكټر ايريا نه بهر يو جديد”ايجوكيشن سټي”جوړولو منصوبه بندي كوي۔ده د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنې دمې په مهال د اسمبلۍ غړو بيلو پوښتنو او ضمني پوښتنو ځوابونه وركول۔د قامي اسمبلۍ غړې حميد حسين د پوښتنې ځواب وركولو سره ډاكټر طارق فضل چوهدري ښكاره كړه چې حكومتي ريكارډ كښې يوازې هغه كسان شامليږي كوم چې اړوند هېواد ححكومت باقاعده حراست كښې اخستلو سره د سفارتخانې څخه ايمرجنسي ټريول دستاويزات جوړولو سره ډي پورټ كوي۔په خپله مرضۍ يا په عام پاسپورټ بيرته راتلونكي په دې فهرست كښې شميرلې كيږي نه۔ده ووئيل چې سعودي عرب٬متحده عرب امارات٬قطر٬كويت٬بحرين او عمان پشمول ټولو خليجي هېوادونو څخه تر يكم مارچ 2026 ټول 21951 پاكستاني ډي پورټ كړي دي۔د دې كسانو ډي پورټيشن سبب كښې اقامه٬ ويزا قوانين خلاف ورزۍ٬غېر قانوني استوګن٬نشه اي توكي٬مفرور كيدل او اميګريشن قوانين نورې خلاف ورزۍ شامل دي۔ټول هېوادونو او جرائم تفصيلي فهرست د ايوان په ريكارډ كښې جمع كړې دې۔شاهده بيګم ضمني پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې كيپټل ډويلپمنټ اتهارټي(سي ډي اے)بنيادي كار سيكټرز ترقي ده چې پكښې ايچ -سيكټرز په خاص توګه تعليمي او طبي ادارو او پوهنتونونو لپاره بيل كړې و۔ده ووئيل چې وفاقي پايه تخت كښې 300 څخه زيات نجي او نور تعليمي ادارې ريګوليټ او منظم كولو په لړ كښې د سپريم كورټ په احكاماتو بشپړه عملدرآمد كيږي۔د دې مسئلې مستقل حل لپاره سي ډي اے سيكټر څخه بهر يو جامع”ايجوكيشن سټي”جوړولو منصوبه بندي كوي دغسې چې دننه ښار ټرافېك او استوګنو سيمو فشار كم شي او ادارې جديد سهوليات سره هلته منتقل كړې شي۔د اسمبلۍ غړې ثمينه خالد ګهركي د پوښتنې په ځواب ډاكټر طارق فضل چوهدري باور وركړو چې حكومت او ټول وزارتونه پارليماني بزنس سنجيدګۍ سره اخلي او د پارليمان غړو ټولې پوښتنو مكمل٬جامع او مدلل ځوابونه په وخت وركولو لپاره تيارۍ سره په ايوان كښې حاضر وي۔









