اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په بلوچستان كښې د آپريشن ردالفتنه-3 له مخې د فتنه الهندوستان په ضد كاميابې كارروائۍ روانې دي، امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د فتنه الهندوستان 5 ترهګر ووژل او يو شمېر ژوبل شول ۔ د سکيورټي ذريعو له مخې امنيتي ځواكونو د آپريشن ردالفتنه-3 له مخې د پنجګور په کلي سوران كښې په استخبارات اډانه كامياب اپرېشن وكړو او …
امنيتي ځواكونو په بلوچستان كښې د فتنه الهندوستان په ضد كامياب عمليات٬ 5 ترهګر ووژل شول
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په بلوچستان كښې د آپريشن ردالفتنه-3 له مخې د فتنه الهندوستان په ضد كاميابې كارروائۍ روانې دي، امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د فتنه الهندوستان 5 ترهګر ووژل او يو شمېر ژوبل شول ۔ د سکيورټي ذريعو له مخې امنيتي ځواكونو د آپريشن ردالفتنه-3 له مخې د پنجګور په کلي سوران كښې په استخبارات اډانه كامياب اپرېشن وكړو او په دې موقع د فتنه الهندوستان 5 ترهګر ووژل شول او يو شمېر ژول شول ٬ وژلے شوو ترهګرو په موټر سائيكلو د ترهګرۍ لويه كارروائي ترسره كوله ۔ د سکيورټي ذريعو وېنا ده چې د کارروائۍ په مهال ترهګرو څخه جديد وسله او ګوله بارود سره سره درې ګاډي٬ دوه موټرسائيكلې٬ آئي اي ډي ډيوائس او د كالعدم تنظيم بيرغ هم برامد كړے شوے۔ د سکيورټي ذريعو له مخې وژلې شوي ترهګر د ځائي كسانو په لوټ كولو٬ قلنګ اغستو٬ پېسو لپاره د وګړو په تخښتولو ٬ هدفي وژنو او د ځانمرګي بريدونو په منصوبه بندۍ كښې ككړ وٶ۔ سکيورټي ذريعو وئيلي دي امنيتي ځواكونه د بلوچستان څخه د ترهګرې د خاتمې عزم لري او د آخري ترهګر تر خاتمې به كارروائۍ روانې وي۔









