اسلام آپاد ۔ 20 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي نشان حېدر پخپله نامه كونكې پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد ته د هغه په كليزه په عظيمه قربانۍ په زړه پورې پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي راشد منهاس د وطن دفاع لپاره د خپل ځان په قربانۍ وركولو تاريخ رقم كړے ۔ داخله وزير خپل پېغام كښې ووئېل د راشد منهاس شهيد مړانه …
د كورنيو چارو وفاقي وزير پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد ته په كليزه د عقيدت پېرزوئنې
اسلام آپاد ۔ 20 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي نشان حېدر پخپله نامه كونكې پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد ته د هغه په كليزه په عظيمه قربانۍ په زړه پورې پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي راشد منهاس د وطن دفاع لپاره د خپل ځان په قربانۍ وركولو تاريخ رقم كړے ۔ داخله وزير خپل پېغام كښې ووئېل د راشد منهاس شهيد مړانه ٬ جرآت او فرض شناسي د جنګي تاريخ روښانه او د ګرد قام لپاره د تقليد وړ مثال دے۔ هغه د خپل ځان پرواه كولو نه پرته د وطن د حرمت دفاع وكړه او ثابت يې كړه چې د پاكساتان مېړني ځامن د مورني هېواد په خاطر د كومې هم قربانۍ نه ډډه نه كوي۔ محسن نقوي ووئېل راشد منهاس شهيد نن هم زمونږ په زړونو كښې ژوندے دے او عمر له به وي۔ د هغه وطن سره د مينې زوال نه لرونكې قربانۍ ته به قام عمر له د قدر په سترګه ګوري۔









