د حوثيانو په بريد كښې ژوبل شوي 6 پاكستاني مانګړان  په حفاظت سره پاكستان ته رارسېدلي۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار

  اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي په دې وروستيو كښې د حوثيانو په بريد كښې د تنزانيه بېرغ  لرونكې تجارتي بېړۍ كښې ژوبل شوي 6 پاكستاني مانګړان په حفاظت سره پاكستان ته رارسېدلي دي او د حق رسېدلو دوو پاكستانو مانګيانو  مړي هم پاکستان ته رارسولې شوي دي۔ خپل اېكس پېغام كښې ده د زيارت په ورځ …

 

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي په دې وروستيو كښې د حوثيانو په بريد كښې د تنزانيه بېرغ  لرونكې تجارتي بېړۍ كښې ژوبل شوي 6 پاكستاني مانګړان په حفاظت سره پاكستان ته رارسېدلي دي او د حق رسېدلو دوو پاكستانو مانګيانو  مړي هم پاکستان ته رارسولې شوي دي۔ خپل اېكس پېغام كښې ده د زيارت په ورځ ووئيل ټولو اړوند ډلو ته امر شوے ٶ چې ژوبل شوي او حق رسېدلي  په محفوظ، وقار سره او زر تر زره وطن ته راستنول باوري كړئ۔ نائب وزيراعظم په جده كښې د پاکستان قونصليټ جنرل او په رياض  كښې د پاکستان سفارت په وخت او په زړه پورې هڅو ستائنه وكړه چا چې په يمن كښې د ژوبل او حق رسېدلو مانګانو  مړو راستانه كړل  په خاص توګه په داسې صورتحال كښې چې په يمن كښې زمونږ سفارتي مشن نشته۔ نائب وزيراعظم سينټر محمد اسحاق ډار ووئيل زه د اېف آئي اے پشمول د اړٶند ډلو د هلو ځلو ستائنه هم كوم د چا په سبب چې د دوي پاكستان ته راتګ او د دې نه وروستو انتظامات په ښه ډول بشپړ شول۔ نائب وزيراعظم ووئيل زه د سعودي خارجه وزارت د مرستې هم مننه كوم په خاص توګه جده كښې د طبي مرستې او نورې انتظاماتو په بابله۔ ده ووئيل  پاکستان د دغې بريد په سختو ټكو غندنه كوي او د دې خبرې پخلے كوي چې د سمندري مسافرو او مانګاڼو حفاظت و سلامتيا هر وخت باوري كړې شي۔ نائب وزيراعظم ووئيل مونږ د ژوبل شوي ملاح او د غمژنې كورنيو سره د هر ډول ممكنه مرستې عزم لرو۔

مزید خبریں