اسلام آباد۔ 20 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پنجګور كښې په كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د زيارت په ورځ بيان كښې ده په آپريشن كښې د 5 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه او وې وئېل د ترهه ګرۍ په ضد د امنيتي ځواكونو بهادرۍ د ستائنې وړ ده٬قام پخپلو ځواكونو وياړ لري٬ د ترهه …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پنجګور كښې په عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد۔ 20 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پنجګور كښې په كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د زيارت په ورځ بيان كښې ده په آپريشن كښې د 5 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه او وې وئېل د ترهه ګرۍ په ضد د امنيتي ځواكونو بهادرۍ د ستائنې وړ ده٬قام پخپلو ځواكونو وياړ لري٬ د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره قام امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ ده ووئېل د ترهه ګرو ناوړه عزائم به كامياب نشي٬ د ترهه ګرو په ضد كاميابه كاروائي د امن دښمنو لپاره ښكاره پېغام دے٬ ده ووئېل د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د قام او امنيتي ادارو غېر متزلزل عزم د ستائنې وړ دے۔









