د ملېزيا د كورنيو چارو وزير سيف الدين ناسوتيون بن اسماعيل د پاكستان مونومنټ او اسلام آباد پوليس لائنز دوره٬د شهيدانو په يادګارونو حاضري او د پوليس پريډ معائنه

  اسلام آباد۔ 20 اګست (اے پي پي) د ملېزيا د كورنيو چارو وزير داتو سيري سيف الدين ناسوتيون بن اسماعيل د داخله وزير مملكت طلال چوهدري سره د پاكستان مونومنټ او د اسلام آباد پوليس لائنز دوره كړې چرته چې هغه  د شهيدانو په يادګارونو حاضري او د پوليس پريډ معائنه وكړه۔پاكستان مونومنټ ته په تګ د فيډرل كانسټيبلري(ايف سي)چټك ډلې خاص مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د …

 

اسلام آباد۔ 20 اګست (اے پي پي) د ملېزيا د كورنيو چارو وزير داتو سيري سيف الدين ناسوتيون بن اسماعيل د داخله وزير مملكت طلال چوهدري سره د پاكستان مونومنټ او د اسلام آباد پوليس لائنز دوره كړې چرته چې هغه  د شهيدانو په يادګارونو حاضري او د پوليس پريډ معائنه وكړه۔پاكستان مونومنټ ته په تګ د فيډرل كانسټيبلري(ايف سي)چټك ډلې خاص مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د ملېزيا داخله وزير د شهيدانو په يادګارونو د ګلونو څادرونه وغوړول او لسا نيوه يې وكړه او د خوږ هېواد دفاع كښې يې د ځانونو په قربانۍ وړاندې كولو د شهيدانو عظيمو قربانيو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔په دې موقع هغه ته د پاكستان مونومنټ جوړولو او د دې د تاريخ په اهميت هم تفصيلي بريفنګ وركړے شو كوم چې هغه وستائېلو۔د دې نه پس خاص مېلمه كله چې د اسلام آباد پوليس لائنز ته ورسېدو هلته د هغه په درناوي كښې يو پريډ وكړے شو۔ د اسلام آباد پوليس خاص ډلې هغه ته سلامي وكړه او د بينډ ډلې د پاكستان او ملېزيا قامي سردونه هم وغږول۔د ملائېشيا داخله وزير د پريډ معائنه وكړه او د پوليس اهلكارو پيشه وره صلاحيتونو ٬نظم و ضبط او چټك ډلې ستائنه يې وكړه۔هغه د ښې كاركردګۍ په څرګندونه پوليس ځوانانوله نغد انعامات او د ستائنې سندونه هم وركړل۔په دې موقع د اسلام آباد پوليس انسپكټر جنرل علي ناصر رضوي٬د فيډرل كانسټيبلري آئي جي رياض نذير ګاړا٬د اسلام آباد ډي آئي جي پشمول د داخله وزارت او د پوليس اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔

مزید خبریں