اسلام آباد ۔ 20 اګست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري آندراش باكا ته د هنګړي نوي ټاكلي شوي صدر او د هنګري اولس ته د هغوي په قامي ورځ مباركي وركولو سره دوه اړخيزه همكاري د لا مضبوطولو په ضرورت زور راوړے ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري بيان تر مخه خپل د مباركۍ پېغام كښې صدر دا باور ښكاره كړو چې شريك باور …
صدر مملكت د هنګري نوي ټاكلي شوي خپل هم منصب ته مباركي
اسلام آباد ۔ 20 اګست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري آندراش باكا ته د هنګړي نوي ټاكلي شوي صدر او د هنګري اولس ته د هغوي په قامي ورځ مباركي وركولو سره دوه اړخيزه همكاري د لا مضبوطولو په ضرورت زور راوړے ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري بيان تر مخه خپل د مباركۍ پېغام كښې صدر دا باور ښكاره كړو چې شريك باور او په ګده مفاداتو اډڼه د پاكستان او هنګړي اړېكې به په راروانو كلونو كښې لا مضبوطې شي ۔ ده ووئېل دوه اړخيزه مرسته په خاص توګه سياسي و پارلماني تبادلې ٬ تجارت و سرمايه كاري ٬ پرمختيائې مرسته ٬ موسمياتي اقدامات ٬ كلتور او د هجرت و تګ راتګ په څانګو كښې لا پراختيا لپاره نوې ټاكلي صدر آندراش باكا سره په ګده كار كول غواړو۔ صدر مملكت د هنګري نوي ټاكلي صدر روغتيا ٬ عافيت او كاميابۍ سره سره د هنګري اولس پرمختګ اوخوشحالۍ لپاره د خپل نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔









