اسلام آباد ۔ 20 اكست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشان حېدر) ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د هغه عظيمه قرباني د قام لپاره د جرات ٬ هېواد سره د مينې او د فرض شناسي يو زوال نه لرونكے مثال دے۔ د زيارت په ورځ د شهيد 55م تلين په مهال خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئېل راشد منهاس …
راشد منهاس شهيد د ګران هېواد دفاع ٬ قامي وقار په خاطر خپل ځان قربان كړے ٬ وزيراعظم شهبازشريف
اسلام آباد ۔ 20 اكست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشان حېدر) ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د هغه عظيمه قرباني د قام لپاره د جرات ٬ هېواد سره د مينې او د فرض شناسي يو زوال نه لرونكے مثال دے۔ د زيارت په ورځ د شهيد 55م تلين په مهال خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئېل راشد منهاس شهيد د ګران وطن دفاع او قامي وقار په خاطر د خپل ځان قرباني وركړې ۔ د هغه دا ځانګړې مړانه او قرباني به قام عمر له ياده ساني او دا د پاكستاني پوځ لپاره د لارې مشال به وي۔ وزيراعظم د شهيد لوړو درحو لپاره دعا كولو سره ووئېل ټول قام به د خپلو عظيمو شهيدانو قربانۍ عمر له يادې ساتي ۔ وزيراعظم د پاكستان د خود مختارۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا او د قامي ګټې تخفظ لپاره د خپل نه كمزوري كېدونكې لوظ پخلے هم وكړو۔









