اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د كار په ځائے كښې د ځورونۍ شکايتونو په سمدستي توګه او موثره ازاله باوري كولو لپاره د داخلي طريقه كار او د نګرانۍ نظام لا مضبوطولو په ضرورت زور راوړے دے ۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ صدر مملکت دا خبرې د كار په ځايونو كښې …
صدر مملکت آصف علي زرداري سره د فوسپاه محتسب فوزيه وقار وليدل٬ د ادارې د كال 2025 كلن رپورټ وړاندې كړے شو
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د كار په ځائے كښې د ځورونۍ شکايتونو په سمدستي توګه او موثره ازاله باوري كولو لپاره د داخلي طريقه كار او د نګرانۍ نظام لا مضبوطولو په ضرورت زور راوړے دے ۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ صدر مملکت دا خبرې د كار په ځايونو كښې د مېرمنو ځورونو څخه تحفظ لپاره د وفاقي محتسب (فوسپاه) محتسب فوزيه وقار سره په ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال كړې٬ په دې موقع هغې د ادارې د كال 2025 كلنه رپورټ هم صدر ته وړاندې كړو۔ صدر مملکت د كار په ځائے كښې د ځورونۍ څخه تحفظ لپاره د فوسپاه د كردار ستائنې كولو سره د ادارې لخوا د خدمات په اړه د اولسي خبرتيا كمپائن كښې په زياتوالي زور راوړو۔ په دې موقع صدر مملکت ته د ادارې په كاركردګۍ تفصيلې بريفنګ هم وركړے شو۔ د ملاقات په مهال سينيټر سليم مانډوي والا هم موجود ٶ۔









