صدرِ مملکت آصف علي زرداري سره وفاقي ټيکس محتسب ظفر الحق حجازي وليدل٬ د كال 2025 كلن رپورټ وړاندې كړے شو

  اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د وفاقي ټيکس محتسب په پرېكړو او سفارشات د عملدرآمد نګرانۍ لپاره د موثره طريقه كار په لا قوي كولو زور راوړے دغسې چې  ګېلې كوٶنكو ته وركړې كېدونكے ريليف بامعني او مؤثر ثابت شي۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدرِ مملکت دا خبرې وفاقي ټيکس محتسب …

 

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د وفاقي ټيکس محتسب په پرېكړو او سفارشات د عملدرآمد نګرانۍ لپاره د موثره طريقه كار په لا قوي كولو زور راوړے دغسې چې  ګېلې كوٶنكو ته وركړې كېدونكے ريليف بامعني او مؤثر ثابت شي۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدرِ مملکت دا خبرې وفاقي ټيکس محتسب ظفر الحق حجازي سره كړې چا چې دوي سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو ٬  چا چې په دې موقع د كال 2025 كلن رپورټ هم صدر مملكت ته وړاندې كړو۔ صدرِ مملکت ووئيل  وفاقي ټيکس محتسب د وفاقي ټيکس قوانين انتظام كښې د بدانتظامۍ په نتيجه كښې رامخې ته كېدونكې ناانصافۍ په ګوته كولو٬ تحقيقات٬ ازالې او اصلاح په اړه مهم كردار لوبوي۔  په دې موقع صدرِ مملکت ته ووئيل شول  د كال 2025 په مهال وفاقي ټيکس محتسب كښې 37,160 نوي شکايتونه درج شوي چې پكښې 35,830 شکايات او مقدمې ترسره كړې شوي ٬ د دې نه علاوه 13 اربه روپو څخه د زيات ريفنډ کليمز پرېكړې شوې او د ايف بي آر لخوا متاثره ټيکس وركوٶنكو ته واجب الادا رقم وركړے شوے۔ د ملاقات په مهال سينيټر سليم ماندوي والا هم موجود ٶ۔

مزید خبریں