اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد پرمختګ او بشري خواخوږۍ په اړه ترجيحات٬په خاص توګه د موسمياتي بدلونونو د اثرات مخ نيوي صلاحيت٬تل پاتې پرمختګ او قدرتي آفتونو د زيان مخ نيوي لپاره د ملګرو ملتونو پرله پسې معاونت ستائېلو سره دا هيله څرګنده كړی چې د پاكستان او ملګرو ملتونو ترمينځه نزدې همكاري به لا قوي شي۔ده په پاكستان كښې د ملګرو …
د پاكستان او ملګرو ملتونو ترمينځه به نزدې همكاري لا قوي شي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف پاكستان كښې د ملګرو ملتونو ريذيډنټ و هيومينټيرين كوآرډينيټر محمد يحيی سره خبرې
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد پرمختګ او بشري خواخوږۍ په اړه ترجيحات٬په خاص توګه د موسمياتي بدلونونو د اثرات مخ نيوي صلاحيت٬تل پاتې پرمختګ او قدرتي آفتونو د زيان مخ نيوي لپاره د ملګرو ملتونو پرله پسې معاونت ستائېلو سره دا هيله څرګنده كړی چې د پاكستان او ملګرو ملتونو ترمينځه نزدې همكاري به لا قوي شي۔ده په پاكستان كښې د ملګرو ملتونو ريذيډنټ و هيومينټيرين كوآرډينيټر محمد يحيی سره خبرې كولې چا چې د شورو په ورځ د هغه سره د مخه ښې ملاقات كولو ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د محمد يحيیٰ په دور كښې د پاكستان او ملګرو ملتونو ترمينځه د مرستې لا قوي كولو او په ښه خذمات د هغه مننه وكړه۔ده د پاكستان پرمختګ او بشري همدردۍ په اړه ترجيحات په خاص توګه د موسمياتي بدلونونو اثرات مخ نيوي صلاحيت٬تل پاتې پرمختګ او د قدرتي آفتونو مخ نيوي لپاره د ملګرو ملتونو د ډلې پرله پسې مرسته هم وستائېله ۔وزيراعظم د پاكستان لپاره د نړيوالې مرستې په ترلاسه كولو كښې د ملګرو ملتونو كردار په خاص توګه د كال 2022 سېلاب په مهال د ملګرو ملتونو هڅې وستائېلې۔وزيراعظم محمد شهباز شريف محمد يحيٰی ته د ملګرو ملتونو بشري چارو رابطه دفتر كښې د اسستنټ سېكرټري جنرل او ډپټي ايمرجنسي ريليف كوآرډينيټر په ټاكلے كېدو مباركي وركړه۔ده د نوو ذمه وارو سنبهالولو لپاره د محمد يحيٰی لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او طمعه ي ولرله چې د پاكستان او ملګرو ملتونو ترمينځه نزدې شراكتداري به لا قوي شي۔وزيراعظم لخوا په ډاډګيرنه مننې كولو سره محمد يحيٰی د خپلې مودې په مهال د پاكستان حكومت لخوا هغه او د ملګرو ملتونو كنټري ډلې ته په وركړې مرسته مننه وكړه ۔ده د پاكستان پرمختګ او بشري خواخوږۍ تګلارې له د ملاتړ روانه ساتلو لپاره د ملګرو ملتونو د عزم پخلے وكړو۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬خاص مرستيال سيد طارق فاطمي او نور اعلٰی سركاري چارواكي هم ملاقات كښې موجود وو۔









