لاهور 19 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي د يو مثالي هېلتھ پروفيشنل جوړېدو لپاره پيشه وره جذبه٬محنت او جديد تحقيق څخه همغږي لرل ضروري ده ٬حكومت به د روغتيا په څانګه كښې جدت او تحقيق ته ودې وركولو لپاره هر ممكن مرسته وركوي دغسې چې پاكستان د روغتيا په څانګه كښې پخپل كور پورا شي۔ده دا خبره د …
حكومت به د روغتيا په څانګه كښې جدت او تحقيق ته ودې وركولو لپاره هر ممكن مرسته كوي۔د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير
لاهور 19 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي د يو مثالي هېلتھ پروفيشنل جوړېدو لپاره پيشه وره جذبه٬محنت او جديد تحقيق څخه همغږي لرل ضروري ده ٬حكومت به د روغتيا په څانګه كښې جدت او تحقيق ته ودې وركولو لپاره هر ممكن مرسته وركوي دغسې چې پاكستان د روغتيا په څانګه كښې پخپل كور پورا شي۔ده دا خبره د امير الدين ميډيكل كالج له خوا مخې راجوړ ريسرچ اينډ ايجوكېشن 2026 كنفرنس ته د وډيو لنك د لارې د خاص مېلمه په حېث خطاب كولو په مهال وكړه ۔كنفرنس كښې د ټول هېواد او بهر هېوادونو څخه طبي پوهانو په لويه شمېره ګډون كولو ۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل جديد ريسرچ او ټېكنالوجي د قامي پرمختګ ضامن ده ۔ډاكټران نړيوال ريسرچ او ټېكنالوجۍ سره په پېوست كولو مونږ په نړيواله كچه خپل مقام ښه كولې شو٬ځكه چې د طب سباؤن ريسرچ او جديد تدريسي طريقو سره تړلے دے۔د پوسټ ګريجويټ ميډيكل انسټي ټيوټ لاهور پرنسپل او د جنرل هسپتال پروفيسر ډاكټر محمد فاروق افضل ووئيل ميډيكل ايجوكيشن كښې جدت راوستلو نه غېر د نړيوال معيار معالجين جوړېدې نه شي۔ده ووئيل امير الدين ميډيكل كالج٬پي جي ايم آئي عمر له طبي تعليم كښې د نوو تجرباتو علمبردار پاتې شوے دے او زده كوونكي د كلاس روم څخه كلينيكل او ريسرچ بيسډ لرننګ پلو مائل كول زمونږ وړومبې پام لرنه ده ۔په كنفرنس كښې د ټول هېواد څخه نوموړو طبي پوهانو ګډون وكړو چې پكښې ډاكټر محمد عثمان رشید،پروفیسر اطهر انعام، ډاكټر سفی اللہ چوهدري،پروفیسر انجم حبیب وهرہ، ایګزیکټو ډائریکٹر پنز پروفیسر ډاكټر آصف بشیر،پروفیسر غیاث النبی طیب،پروفیسر فرخ زمان،پروفیسر طارق صلاح الدین، پروفیسر سعدیه چراغ، پرنسپل علامه اقبال میډیکل کالج پروفیسر ډاكټر طیبه وسیم،پروفیسر ندرت سهيل،پروفیسر شندانه طارق،پروفیسر محمد یعسوب علی نقوی،پروفیسرآمنه احسن چیمه، ایم ایس فریاد حسین، پروفیسر فرحان رشید اور پروفیسر طیبہ ګل ملک شامل وو۔دستورې په اختتام په ښه خذمات او مقالات وړاندې كولو مېلمنو او ګډون كوونكو له شيلډز او سرټيفكيټس وركړے شول ۔كنفرنس كښې د فيكلټۍ غړو ٬سينئر پروفيسرز او زده كوونكو په لويه شمېره ګدون كولو









