د درملنې ښه سهولتونه د هر بنديوان حق دے، مسلم ليګ (ن) كله هم د صحت په معامله سياست نه دے كړے۔ طلال چوهدري

  اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئيلي دي د درملنې ښه سهولتونه د هر بنديوان حق دے، مسلم ليګ (ن) كله هم د صحت په معامله سياست نه دے كړے،  د حکومت د وړومبۍ ورځې څخه دا واضحه موقف ٶ چې بنديوانو سره د ملاقاتونو پرېكړه به د زندان مينوئل او د عدالتي احکامات له مخې وي۔ ده د دې خيالاتو …

 

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئيلي دي د درملنې ښه سهولتونه د هر بنديوان حق دے، مسلم ليګ (ن) كله هم د صحت په معامله سياست نه دے كړے،  د حکومت د وړومبۍ ورځې څخه دا واضحه موقف ٶ چې بنديوانو سره د ملاقاتونو پرېكړه به د زندان مينوئل او د عدالتي احکامات له مخې وي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ سره په ګډه ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د بيګم کلثوم نواز د ناروغتيا په مهال چې د پي ټي آئي لخوا د كومې كم ظرفۍ څرګندونه شوې ھغه د ټولو په وړاندې ده٬ د ناروغتيا نه ټوقه جوړول او دغه سياسي مقاصدو لپاره كارول د پي ټي آئي عيادت دے۔ ده ووئيل زمونږ قيادت تل د ظرف او كردار څرګندونه كړې٬ د چا په ميډيكل رپورټس او نا روغتيا بايد سياست ونه كړې شي او نه به وكړو۔ طلال چوهدري ووئيل د ټولو سياسي لارو چارو خپلولو نه وروستو اوس د پي ټي آئي باني سره يوازې د همدردۍ کارډ پاتې دے، ماشومانو سره ملاقات٬ نا روغتيا او ژوند ته د خطر په څېر معاملې د سياسي بيانيې په توګه كارولې كېږي۔ ده ووئيل  عدالت هم خپله پرېكړه كښې واضحه كړې ده چې  د ريليف ترلاسه كېدو نه پس به سياست نه كېږي۔ ده ووئيل  عدالت كه يو بنديوان ته ريليف وركړے دے نو دا د عدالت اختيار دے  او حكومت  په دې هېڅ اعتراض نه لري خو دې پرېكړې ته دې د سياسي رنګ وركولو نه ډډه وكړې شي۔ ده ووئيل  د وړاندې نه وئيلي شوي چې د پي ټي آئي باني به روغتون ته ځي٬ بيا  بني ګالا ٬ نتھياګلي او نورو ځايونو ته د تګ خبرې وشوې خو حقيقت دا دے چې ھغه به د عدالتي پرېكړې له مخئ  اوسي۔ ده ووئيل  په صوبه كښې د 17 كالو راهسې په حكومت كښې د پاتې كېدو باوجود هغوي اولس ته څه وركړي ٬ د دې هم بايد ځواب وركړے شي۔ طلال چوهدري واضحه كړه چې د عدالت پرېكړې په شا كومه پټه قيصه يا اين آر او نشته، عدالت د خپل اختيار له مخې ريليف وركړے٬ دا كوم سياسي سازش يا كوم ډيل سره د تړلو هڅې سمې نه دي۔ ده ووئيل  د پي ټي آئي باني او د ھغه پلويانو له د ناروغتيا او عدالتي پرېكړه د سياسي تګلارې جوړولو په ځائے خپلې كاركردګۍ او اولسي مسئلو پلو ګرځول پكار دي۔

مزید خبریں