د ليبيا په مركزي قيادت اډانه جامع سياسي عمل د مخ په وړاندې تګ يواځنۍ لاره ده۔پاكستان

  ملګري ملتونه 19 اګست (اے پي پي)پاكستان د ليبيا منقسم ادارې يو موټې كېدو او د ټاكنو لاره هوارولو لپاره  روانه سياسي تګلاره كښې د پېشرفت هركلي كولو سره د ليبيا په خپلواكۍ او د اولس د خواهشاتو د احترام په ضرورت زور راوړے ۔دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد سلامتي كونسل كښې د ليبيا په صورتحال د بحث په مهال كړې۔هغه …

 

ملګري ملتونه 19 اګست (اے پي پي)پاكستان د ليبيا منقسم ادارې يو موټې كېدو او د ټاكنو لاره هوارولو لپاره  روانه سياسي تګلاره كښې د پېشرفت هركلي كولو سره د ليبيا په خپلواكۍ او د اولس د خواهشاتو د احترام په ضرورت زور راوړے ۔دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد سلامتي كونسل كښې د ليبيا په صورتحال د بحث په مهال كړې۔هغه ووئيل  د ليبيا په مركزي قيادت اډانه جامع سياسي عمل د مخ په وړاندې تګ يواځنۍ لار ده۔هغه ووئيل د دې عمل بنيادي ذمه واري د ليبيا  د اولس ده ځكه چې هم دوي له دا لاره سر كول دي۔د پاكستان استازي د سياسي عزم په ضرورت هم زور راوړو۔هغه د امريكې پشمول په سيمه ايزه او په نړيواله كچه د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې د سياسي عمل مرستې لپاره د كېدونكو هڅو هركلے وكړو۔هغه د صدارتي كونسل٬ايوان نمائندګان او اعلٰی رياستي كونسل مشرتابه لخوا د جون په 18مه نيټه د اعلان شوي روډ ميپ هم ذكر وكړو ۔د پاكستان استازي د ستيك هولډرز ترمينځه د خبرو د اختتام سره هيله څرګنده كړه چې د هغوي سفارشات به په عملي اقدامات بدلولې شي كومو څخه به چې د ادارو اتحاد او قامي مفاهمت مخ په وړاندې تللو له مرسته ترلاسه شي۔

مزید خبریں