د روغتيا وفاقي وزير په مشرۍ كښې د جوائنټ وركنګ ګروپ غونډه٬د ايچ آئي وي مخ نيوي په پروګرام عملدرآمد٬د نګرانۍ نظام٬ د روانو اقداماتو جاج واخستلے شو

  اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال په مشرۍ كښې د روغتيا په وزارت كښې د ايچ آئي وي/ايډ په اړه د جوائنګ وركنګ ګروپ غونډه وشوه چې پكښې په هېواد كښې د ايچ آئي وي مجموعي صورتحال٬ د ايچ آئي وي مخ نيوي په پروګرام عملدرآمد٬د څارنې نظام او  مختلف صوبو كښې د روانو اقداماتو تفصيلي جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې د …

 

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال په مشرۍ كښې د روغتيا په وزارت كښې د ايچ آئي وي/ايډ په اړه د جوائنګ وركنګ ګروپ غونډه وشوه چې پكښې په هېواد كښې د ايچ آئي وي مجموعي صورتحال٬ د ايچ آئي وي مخ نيوي په پروګرام عملدرآمد٬د څارنې نظام او  مختلف صوبو كښې د روانو اقداماتو تفصيلي جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې د ډيجيټل ډيټا٬صوبائي اقدامات او د ګلوبل فنډ په مرسته د روانو هلو ځلو جاج واخستل شو ۔ د وزيراعظم ټاسك فورس او  د نورو مجاز فورمز لخوا په منظور كړو سفارشات او اقدامات  په پېشرفت غور وشو۔په غونډه كښې د انجكشن٬سيفټي٬بلډ سيفټي ٬ انفيكشن پريوينشن اينډ كنټرول٬اولسي خبرتيا٬ايچ آئي وي وائرل لوډ ټيسټنګ٬ د څارنې نظام٬ډيجيټل ډيټا٬مينجمنټ٬بارډر سكريننګ او د وزيراعظم ټاسك فورس په سفارشات د عملدرآمد هم جاج واخستلے شو ۔د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال هدايت وكړو چې په ټول هېواد كښې هر لويې يا معمولي آپريشن او د پوستكي شلولو يا سوري كولو عمل نه وړاندې د ايچ آئي وي سكريننګ دې لازمي كړے شي۔ده ووئيل  د روغتيا په سهوليات كښې د ايچ آئي وي د منتقلۍ خطرې دې نورې كمې كړې شي٬ په سندھ٬پنجاب او اسلام آباد كيپټل ټيريټري كښې د معمولي او لويو عملياتو طريقه كار څخه وړاندې د ايچ آئي وي سكريننګ د وړاندې نه روان دے۔د روغتيا وفاقي وزير سپارښتنه وكړه چې بلوچستان٬خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان كښې دې اړوند چارواكي د سرجري څخه وړاندې د ايچ آئي وي سكريننګ نفاذ لپاره ضروري نوټيفكيشن جاري كړي۔مصطفٰی كمال ووئيل  ايچ آئي وي سره ژوند تېرونكو ماشومانو غذائي معاونت ته دې خاص اهميت وركړے شي٬د ځپليو ماشومانو خيال ساتل يوازې تر طبي علاج محدود نه ده پكار بلكې د دوي لپاره غذائي٬نفسياتي او د خېرښېګړه معاونت دې هم باوري كړے شي۔په غونډه كښې د روغتيا وزارت ايډيشنل سېكرټري ميجر جنرل(ر)اظهر محمود كياني٬د ګلوبل فنډ هيډ آف ګرانټ منيجمنټ٬ګلوبل فنډ كنټري ډلې استازي٬ډبليو ايچ او٬ UNAIDS٬ يونيسف او يو اين ډي پي كنټري استازي او د پنجاب٬سندھ٬خېبرپښتونخوا٬بلوچستان٬آزاد جمو كشمير او ګلګت بلتستان  د روغتيا محكمې سيكرټريز ګډون كولو

مزید خبریں