اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پټروليم وفاقي وزير ته په سمدستي توګه كراچۍ ته د رسېدو او د اېندهن بيعې په اړه اولسي ريليف لپاره د اقدامات امر كړے دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك وليدل٫ په دې موقع د …
وزيراعظم شهباز شريف د پټروليم وفاقي وزير ته د ايندھن به بيعه كښې د رېليف وركولو امر وكړو
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پټروليم وفاقي وزير ته په سمدستي توګه كراچۍ ته د رسېدو او د اېندهن بيعې په اړه اولسي ريليف لپاره د اقدامات امر كړے دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك وليدل٫ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، وفاقي وزير احد خان چيمه، د وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك او د قامي اسمبلۍ غړے حمزه شهباز هم موجود ٶ۔ وزيراعظم د پټروليم وزير علي پرويز ملك ته په سمدستي توګه كراچۍ ته د رسېدو او د آئل ريفائنريز سره د خبرو اترو امر كولو سره ووئيل په كراچۍ كښې په ځائي توګه د تيارېدونكو ډيزل په بيعه كښې كمي لپاره اقدمات باوري كړئ۔ ده ووئيل د ډيزل زياته برخه په ځائي ريفائنريز كښې تيارېږي، د دغې بيعه كښې كمي لپاره دې وفاقي زير خپله ريفائنريز سره خبرې اترې زر تر زره بشپړې كړي او چې څومره كېدې شي اولس ته دې په سمدستي توګه ريليف وركړے شي۔









