اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په كال 2027 كښې د پاکستان په كوربتوب كښې كېدونكې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د مشرانو غونډې د چمتو والي نیولو یوه پ اړه د یوی غونډې مشري وكړه۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې د سي ډي اے چيئرمېن غونډې ته په بېلو پرمختيائي او انفراسټرکچر …
د نائب وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه٬ په كال 2027 كښې د اېس سي او مشرانو غونډې د چمتو والی نیولو جاج واخستې شو
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په كال 2027 كښې د پاکستان په كوربتوب كښې كېدونكې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د مشرانو غونډې د چمتو والي نیولو یوه پ اړه د یوی غونډې مشري وكړه۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې د سي ډي اے چيئرمېن غونډې ته په بېلو پرمختيائي او انفراسټرکچر منصوبو د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ نائب وزيراعظم د چمنوالی په نیولو د اطمينان څرګندونی كولو سره ټولو اړوند ډلو ته انتظامات په وخت د بشپړولو امر وكړو۔ نائب وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې پاکستان د شنګھائي مرستې تنظيم د غونډو كامياب كوربتوب او د اعليٰ معيار انتظامات باوري كولو لپاره بشپړ عزم لري۔ ده د شنګھائي مرستې تنظيم د کارروائي منظم او كاميابه جوړولو لپاره ټولو اړوند ډلو سره د رابطې په ضرورت زور راوړو۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، خارجه سيکرټري آمنه بلوچ، داخله سيکرټري احمد رضا سرور، د سي ډي اے چيئرمين، د اېس سي او نيشنل کوآرډينيټر او د اړوند وزارتونو او نورو لوړو پورو ګډون كولو۔









